Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیې او ازبکستان یو ځل بیا افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ژمنې کړي

روسیې او ازبکستان یو ځل بیا افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ژمنې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/09

د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو د روسیې په سوچي ښار کې د لېدنې پرمهال په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ټیکاو په موخه د خپلو هڅو د دوام خبر ورکړی دی.

په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د دواړه لوریو له خوا خپره شوې راغلي، روسیه او ازبکستان په افغانستان سوله او ثبات د سیمې او ګاونډ هېوادونو له امنیت سره تړلي بولي او له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې د افغانستان اقتصادي ثبات او د افغانانو د ژوند په هوساینه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، چې ورسره په بشپړ ډول د مرکزي اسیا او ګاونډ هېوادونو امنیتي ګټې او پرمختګ هم خوندي کېږي. ملګري ملتونه باید د افغانستان په اقتصادي بیارغونه او د افغانانو د ژوند هوساینې د کچې په لوړولو کې رغنده رول ولوبوي.»

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، افغانستان د اسیا زړه او د جغرافیايي ځانګړي موقعیت لرونکي هېواد په توګه چې منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونه سره نښلوي، په کې هر ښه او ناوړه وضعیت په مستقیم ډول د سیمې هېوادونه اغیزمنوي چې روسیه او ازبکستان هم ترې مستثنا نه دي.

دوی وایي، هغه هېوادونه چې دې باریکۍ ته یې پام دی په دې لټه کې دي، چې څنګه او له کومو لارو په افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي ترینګلیتا مخنیوی وکړي؟

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی نازکمیرزیارمل وايي: « بې له شکه کله چې افغانستان بې ثباته کېږي، د افغانستان له ثبات سره د سیمې ثبات او په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا ثبات تړلی دی او کېدای شي چې د افغانستان بې ثباتي هغوی ته هم ګواښ اوسي.»    

تحلیل کوونکي د روسیې او د ازبکستان په ګډون د سویلي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې نه شلېدونکي ګڼي او له دې هېوادونو غواړي چې د افغانستان ملي ګټو په نظر کې نیولو سره خپله همکاري او ښکېلتیا لازیاته کړي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شېرحسن حسن وايي: « روسیه د یوه سازمان ورکونکي هېواد په توګه په سیمه کې د یوه ممد په ډول خپل رول لري او له دغه رول څخه په ګټه اخېستنې روسیه کولی شي په سیمه کې اقتصادي او سیاسي همغږي رامنځته کړي او د دغه سیاسي همغږۍ رامنځته کولو لپاره د روسیې غږ زورور، رسا او رسېدونکی دی.»          

روسیه داسې مهال په افغانستان کې د سولې اوثبات پر اړتیا ټینګار کوي، چې دغه هېواد تېره اوونۍ په کازان کې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ د پنځمې ناستې کوربتوب کاوه او په لړ کې يې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې ترڅنګ په ګڼو مواردو کې، د سرپرست حکومت مبارزه وستایل شوه او له نړیوالې ټولنې څخه یې له افغان حکومت سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist