Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند کې د افغانستان سفارت خپلې چارې بندې کړې

هند کې د افغانستان سفارت تړل کېدو هلته مېشت افغانان له نامالوم برخلیک سره مخ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/05

په هند کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو له درېدو وروسته، اوس په دې هېواد کې د افغان زده کړیالانو د انسجام کمېټه هلته د مېشتو زده کړیالانو د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.

افغان زده کړیالان د هند له حکومته غواړي، چې د زده کړیالانو په ګډون دې د مېشتو افغانانو حقونه خوندي او دغه راز دې د راتلونکو احتمالي ستونزو مخنيوي په موخه د سفارت کونسلي چارې بېرته پيل کړي.

هند کې افغان زده کړیال اسحاق سروري وايي: « د نجونو او هلکانو په ګډون ډېری زده کړیالان له اقتصادي او  د ویزې د ختمېدو له ستونزو سره مخ دي. دوی ټول غواړي چې هند کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

زده کړیالان وايي، د سفارت تړل کېدل يې په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ کوي او په خبره یې  د افغانستان سرپرست حکومت دې هم د سفارت بيا فعالولو په موخه هڅې ګړندۍ کړي.

هند کې افغان زده کړیال نظرګل ګلاب‌ زی وايي:« د یوه افغان په حیث د افغانستان په اسلامي امارت غږ کوم چې دغه موضوع دې د هند له بهرنیو چارو له وزارت سره حل  کړي. د سفارت او د افغان زده کړیالانو موضوعګانې دې له هغوی سره شریکې کړي او په هند کې د پاتې افغانانو د زده کړو لپاره دې زمینه برابره کړي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان، په هند کې د افغانستان سفارت تړل کېدل جدي ستونزه ګڼي او له اسلامي امارته غواړي، چې د سفارت مسئله له سياسي لارو د هند له حکومت سره تعقيب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «موږ هېله من یو چې د افغانستان اسلامي امارت او د هندوستان حکومت په ګډه سره د یوه سیاسي او حکومتي جوړ جاړي لپاره دغه سفارت بېرته پرانیزي او هلته د افغانستان استازی او ډيپلوماتان ورلېږل شي، څو د هغو کسانو ستونزې حل شي چې په هند کې ژوند کوي.» 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « ډېرې زیاتې ستونزې جوړېږي هلته، ځکه نږدې ۳۵زره زده کړیالان دي، کډوال دي افغانان هلته اوسېږي، د دوی حقوقي ستونزې دي، نکاح خطونه، وکالت خطونه، پاسپورټونه، د پاسپورټ تمدید او نور داسې حقوقي اسنادو لپاره دوی تل هلته مراجع کوله، اوس به نو یا حیدر اباد ته ځي، یا به ممبۍ ته ځي؛ نو دا ستونزې شته، که چېرې کونسلي چارې ورته پرانېستل شي بیا هم د دوی ستونزې هوارېږي. خپله سفارت یوه سیاسي نمایندګي ده دا په وګړو یا کډوالو اغېز نه کوي همدا کونسلي چارې ورته مهمې دي.»     

  په نوې ډیلي کې د افغانستان  سفارت پر سر له جنجالونو وروسته، دې سفارت څو ورځې وړاندې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې وويل، چې د هند حکومت د نه همکارۍ له امله فعاليتونو ته دوام نه شي ورکولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist