Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: افغانان تجربه شوې او تکراري څیرې نورې نه غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/04

د ګڼو هېوادونو له لوري د ټولګډونه حکومت په رامنځ ته کېدو ټینګار داسې انګیرل کیږي چې ګنې دغه هېوادونه غواړي یوځل بیا پخواني سیاسیون او چارواکي چې اوس یې افغانستان پرېښی دی حکومت کې ځای پرځای کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې  افغان ولس ته  ازمویل شوې او تکراري څيرې نورې د منلو نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي:« راځئ وګورو افغانان هغه ازمویل شوې څېرې کومې چې په میلیاردونو ډالر یې لوټ کړل، زرګونه جریمه ځمکې یې غصب کړې، هغه څېرې چې افغانان یې دلته پرېښودل او بهر وتښتیې، دا څېرې افغانان نور نه غواړی.»

ځینې نور بیا وايي، ټول افغانان حق لري چې ځان په نظام کې وګوري خو هغه کسان چې ولس امتحان کړي او ښه مخینه نه لري نه باید د حکومت برخه شي.

دغه راز دوی پر دې ټېنګار کوي چې حکومت کې باید لوستو ځوانانو ته دندې ورکړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:«  افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. په نظام کې باید هر افغان ځان وګوري. ترکومه ځایه چې د حکومت دارۍ خبره ده، هغه منفورې څېرې، چې په ملت کې بد شهرت لري او عوام ترې بدې خاطرې لري، هغه هېڅکله بیا په حکومت کې نه شي راتللی. اوس وخت د دې دی چې نوی نسل او په ځانګړي ډول ځوانه کادري طبقه باید په حکومت کې ډېر فعال رول ولري. »

اسلامي امارت بیا وايي، اوس دلته پیاوړی نظام موجود دی او سیاسي ثبات ټینګ شوی دی او پرهغو مخالفو څېرو چې د جمهوریت له سقوط سره یې سم افغانستان پریښی هېڅ ډول حساب نه کوي.

په دې وروستیو کې داسې ویل کیږي چې د یوې جرګې له لارې به چې پخواني سیاسیون او چارواکي به هم په کې ونډه ولري هغه کسان چې اوس یې هېواد پرېښی هم د حکومت برخه شي هغه څه چې اسلامي امارت یې ردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist