Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

متقي: پاکستان دې کورنۍ ستونزې خپله حل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/03

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، له ستونزو سره سره بیا هم افغان لوري خپل امنیت ټینګ کړی او پاکستان دې هم خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

متقي وايي، د تیرو څلورو لسیزو ستونزو حل په یو وار ستونزمن دی خو بیا هم افغان لوري له خپل اړخه هڅې کړې دي او بریالي هم دي .

هغه زیاته کړې:« په دې ټوله سیمه کې شااوخوا ۴۵ کاله په دې خط باندې جنګ وه، ناخوالې تېرې شوي، طبعا دا ټولې په یوه ورځ نه شي حل کېدی. دواړه لوري باید دا هڅه وکړي، لکه څرنګه چې موږ خپل لورته الله ج توفیق راکړ او امنیت مو ټېنګ کړ.  دوی ( پاکستان) هم باید خپل لورته هڅه وکړي چې ځېنې داخلي مسایل په خپله سره حل کړي. »

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې باور دی، پاکستان هڅه کوي چې د ترهګریزو فعالیتونو په برخه کې د خپلې ملامتۍ بار پرافغانستان واچوي او نړۍ ته د افغانستان تصویر نا سم وړاندې کړي.

ځلاند زیاته کړه:« پاکستان په دې وروستیو کې هلې ځلې کوي،چې خپلې د ترهګرۍ روزنې، پالنې او د تولید پروسې او پروژې هغه پر افغانستان ور تاوان کړي. پاکستان هڅه کوي چې نړۍ ته وښیي چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې ثبات ناممکنه ده. ښه به دا وي، موږ خپلې ستونزې د پاکستان ستونزو په حل کې راونغاړو. هغه ستونزې چې پاکستان ورسره مخ ده، هغه د ځان پر ګټه استفاده کړو.»

په ورته وخت کې امیر خان متقي د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګنې له افغانستانه پاکستان ته وسلې ځي.

امیرخان متقي وايي،  هېڅ ډول وسلې پاکستان ته نه انتقال کېږي او هغه چې هلته موجودې هم دي د ناټو هغه وسلې دي د پاکستان له لارې به افغانستان ته انتقال کېدې او پر لار به لوټ کېدې هم.

په همدې حال کې امیرخان متقي فرمایشي ټولګډونه حکومت د افغانستان پر زیان یاد کړی او زیاته کړې چې اوسنی حکومت او کابینه یې ټولګډونه ده او د ټولو قومونو او ولایتونو استازي په کې حضور لري .

هغه زیاتوي:«  په هغه مانا ټولشموله چې د مختلفو هېوادونو د خوښیې وزیران دې وي، پردي پرمایشونه دې وي، هغوی په افغانستان کې نتیجه نه ده ورکړې. افغانستان یې همیشه  زیانمن کړی، د افغانستان ستونزې زیاتې کړي دي. اوس که چېرې همه شموله حکومت په دې مانا وي چې د ټولو قومونو خلک دې په کې وي، زموږ په حکومت کې د ټولو قومونو خلک هم ټیټه سطحه او هم په کابینه کې شته دي. که همه شموله حکومت په دې مانا وي، چې د ټولو ولایتونو خلک دې په کې وي، نو موږ د کابل وزیر لرو، د پنجشېر  لرو، د  بدخشان لرو، د فاریاب لرو، د کندهار او ننګرهار لرو، که په نړۍ کې یې څوک راته وښیي، ایا اوس امریکا کې د بایډن او ټرمپ حکومت سره ګډ ده او  ټولشموله ده ، یا د نړۍ په یوه بله برخه کې یوه داسې یو حکومت شته چې هغه دې ګډوله وي او جوړ شوی دې وي او د ټولې نړۍ خوښ شوی وي.»

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې ټولګډونه حکومت د قومي او سیاسي ویش په مانا نه دی بلکې وړ او مسلکي کسانو ته د چارو سپارل دي چې باید کار اهل کار ته وسپارل شي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« زما په اند ټولګډونه حکومت هغه حکومت دی، چې هغې کې کار اهل کار ته وسپارل شي. هرڅوک د خپلې پوهې او مسلک پر اساس په حکومت کې وګومارل شي، نه د قومونو، سمتونو او سیمو پر بنسټ. »  

له امریکا سربېره روسیه ، ترکیه ، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې تل په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت ټینګار کوي خو کتوونکي په دې باور دي چې دغه هېوادونه غواړي لکه د تیر په څیر د ټولګډونه حکومت په نوم د افغانستان په نظام کې هغه څیرې ځای پرځای کړي چې د افغانستان پرتله د دوی ګټو ته ژمنې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist