• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: د پولیسو مسلکي روزنې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده

کورنیو چارو وزارت: د پولیسو مسلکي روزنې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/02

د کندهار، زابل او اروزګان ولایتونو ۵۰۰  تنه د سوېل زون د اسلامي پولیسو له مرکزه  تر دوې میاشتنۍ مسلکي زده کړو وروسته فارغ سول.

د پولیسو فراغت مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي وویل، د هېواد په ۱۰ لویو مرکزونو کې د پولیسو مسلکي روزنه په چټکۍ سره روانه ده او تر اوسه پورې له۵۰ زرو زیاتو پولیسو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه:« د افسرانو ارتقا د ظرفیت لپاره یوه اداره لرو، چې هغې ته د ارتقا د ظرفیت اداره وايي، هلته د افسرانو تربیه او ارتقا د ظرفیت کېږي. یو د عامو مجاهدینو لپاره لنډمهاله تربیه ده، چې شااوخوا درې میاشتو پورې وي. موږ په دې توانیدلي یو، چې په هغه کې له ۵۰ زرو زیات کسان تربیه کړو. »

په مراسمو کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او یو شمیر نورو مسوولینو له فارغ شویو پولیسو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلن وکړي او  د ډاډمن امنیت لپاره دي هلې ځلې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« ته وظیفه لرې که خلکو جرم کړی وي، که یې مخالفت د امنیت وکړ، که یې هره تېروتنه وکړه، ته به هغه شریعت ته سپارې. د شریعت ترجماني په اسلامي امارت کې هغه محاکم کوي، ته یې نه کوې. نو پام به کوو، چې پولیس به په سړک باندې ، چک پاینټ باندې، په لاره او کوڅه کې، حوزه او قومانداني کې دا به له ځانه قاضي نه جوړوي. خلکو ته به جزا نه ورکوي. خلک به نه تحقیر کوي. »

فارغ شویو پولیسو ته د قانون د تنفذ، بشري حقونو، جرمونو د پېژندني، وسلو  کارونې، عامه نظم او عقيدتي چارو په برخو کې يې زده کړې ورکړل شوي.

فارغ شوي پولیس وايي هغه څه يي زده کړې چې د دندې پر مهال ورته اړین دي.

یو تن فارغ شوی پولیس شریف الله وايي:« هېله لرو، چې زموږ او د خلکو   ترمنځ به ښیې اړیکې وي. موږ به له خلکو سره په اخلاقو باندې ژوند کوو. موږ ته چې کومه دنده د امرینو له خوا سپارل شوې، هغه به ترسره کوو.»

فارغ شوي پولیس به د کندهار تر څنګ زابل او اروزګان ولایتونو کې دندې ترسره کړې. د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د پولیسو د لنډمهاله زده کړو سره سره افسرانو ته د ظرفیت لوړونې اوږدمهاله زده کړې هم روانې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist