پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو شمشاد ته ویلي، د تېر پرتله یې ژوند ستونزمن شوی او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې له پاکستاني چارواکو سره د دوی ستونزو حل په اړه خبرې وکړي.
دوی وايي، نه شي کولی په ډاډه زړه خپل ناروغان تر روغتونه ورسوي او په خبره یې پولیس يې په یوه او بله بهانه ځوروي.
بلخوا د مالوماتو له مخې، اسلام اباد او پښتونخوا کې په تېرو څو ورځو کې سلګونه افغانان پولیسو نیولي چې ځېنو یې قانوني اسناد هم درلودل.
پاکستان کې داسې مهال د افغان کډوالو نیولو لړۍ زور اخېستی دی، چې د دې هېواد کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې څه باندې یو میلیون هغه غیر قانوني کډوال به له پاکستانه وباسي چې په بېلابېلو سیمو کې میشت دي.