Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند کې د افغانستان سفارت خپلې چارې بندې کړې

هند کې د افغانستان سفارت خپلې چارې بندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/02

هند چې په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پراخې اړیکې لرلې، خو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې نیمايي وروسته دا اړیکې کمرنګه شوې.

تازه په هند کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هند حکومت نه پاملرنې او دوی ته د ډيپلوماټیکو اصولو په رڼا کې د ارزښت نه ورکولو له امله اړ شول چې نوي ډهلي کې د سفارت دروازه وتړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«  په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت په لومړۍ نېټه د خپلو ورځینیو کړنو د بندولو پرېکړه کړې، دا پرېکړه په ډیره خواشینۍ کېږي چې هند او افغانستان تاریخي اړیکې سره لري.»

که څه هم هند په کابل کې ډیپلوماټیک حضور لري او د هند په دوه نورو ښارونو حیدراباد او بمبي کې د افغانستان کونسلي چارې عادي روانې دي.

خو په هند کې میشت افغانان وايي،که څه هم تېرو دوه کلونو کې یې ستونزې له بل هر وخت زیاتې وې او  د سفارت تړلو سره به یې ستونزې نورې هم زیاتې شي.

که څه هم اسلامي امارت په هند کې د افغانستان سفارت تړلو په اړه تازه څه نه دي ویلي خو سفارت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، کونسلي چارې به عادي روانې وي او  د هند حکومت دې یو مشروع او منلي نظام ته چې د ۴۰ میلیونو افغانانو په سمه توګه استازولي وکړي چارې وسپاري.

د خبرپاڼې یوه برخه:«  ټینګار کوو چې هند کې به د کونسلګریو کارونه دوام ولري، هېله لرو چې یو مشروع نظام ته هند کې د افغانستان سفارت چارې وسپارل شي او د ۴۰میلیونو افغانانو استازولي په سمه توګه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« هند نه غواړي په اوسنیو ستونزو کې ځان طرف واقع کړي، نه غواړي کوم لوری خفه کړي، نو د هغې لپاره غواړي دغه سفارت په یو ډول باندې بند کړي، ترڅو د افغانستان ستونزې حل شي او د افغانستان دولت نړیوال پر رسمیت وپېژني، بیا به خپله پریکړه کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت ترڅنګ مو وغوښتل د حکومتي ویاندویانو نظر چې ډهلي کې به سفارت ت اسلامي امارت نژدې ورځو کې کوم چارسمبالی ولیږي او که له پخوانیو ډیپلوماټانو به یو کارونه مخې ته یوسي خو د راپور تر خپرېدو یې نظر شریک نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist