Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني او د منځنۍ آسیا هېوادونو افغانستان کې پر دایمي ثبات ټینګار کړی

جرمني او د منځنۍ آسیا هېوادونو افغانستان کې پر دایمي ثبات ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/02

د تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او قزاقستان ولسمشران چې په یوه ګډ سفر جرمني تللي د دغه هېواد له لومړي وزیر اولاف شولڅ سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو هم خبرې کړي دي.  

دغو مشرانو له ناستې وروسته په یوه ګډه خبرپانه کې افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې او ویلي دي چې دې جوړښت کې باید ټولو توکمونو او سیاسي ډلو ته ونډه ورکړل شي ترڅو وکولی شي د ټولو افغانانو د حقونو او آزادۍ درناوی او ساتنه وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« مشرانود یوه داسې ټول ګډونه حکومت پر اهمیت ټینګار وکړ چې ټول توکمونه او سیاسي ډلې په کې په فعال ګډون سره د افغانستان د ټولو اتباعو د اساسي بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو درناوی او ساتنه وکړي او همدارنګه افغانستان کې یې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره د اقتصاد په بیا رغونه  ټینګار او ملاتړ وکړ.»

د جرمني او منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو د یوه امن او سوکاله افغانستان د پرمختګ په تړاو خپلې ژمنې تازه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ټولو افغانانو او په ځانګړيې ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه باید خوندي او درناوی ورته وشي.

 دغو مشرانو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ستاینه کړې او د هغوی د پروژو د ملاتړ پر اهمیت یې ټنګار کړی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« مشرانو د یوه امن، سوله ییز، باثباته او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو او داسې هېواد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټولو اتباعو  او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې آزادۍ ته په کې درناوی وشي. دوی د نړیوالې ټولنې ټولې هغه هڅې وستایلې چې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو قوانینو، نورمونو او اصولو سره سم بشري مرستې کوي.»

که څه هم له وړاندې ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ورته غوښتنې شوي، خو نړیوالو بیا د ټول ګډونه حکومت لپاره کوم ځانګړی تعریف لا نه دی وړاندی کړی. 

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې نړیوال افغان حکومت کې خپل ځانته د نږدې کسانو ځای پر ځای کولو هڅې کوي چې دا غوښتنې یې هېڅاته د منلو وړ نه دي او افغانان داسې کوم حکومت نه غواړي.

ځینې نور بیا په دې اند دي، چې نړیوال د یوه متخصص حکومت رامنځته کیدل غواړي چې اسلامي امارت باید جدي پام ورته وکړي.

اسلامي امارت د دغو هېوادونو ګډې خبرپاڼې ته کوم غبرګونه نه دی ښودلی خو له وړاندې یې ویلي چې په راتګ سره یې د ټولو افغانانانو حقونه خوندي شوي، حکومت یې ټول ګډونه دی او د حکومت جوړښت لپاره د ځېنو هېوادونو نسخې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist