Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: افغانستان کې له ۱۵ میلیونه زیات ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونېسف: افغانستان کې له ۱۵ میلیونه زیات ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/30

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ او مرستو د اړتیا د ډېریدنې په تړاواندیښنه ښودلې ده.

یونېسف ویلي، په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه زیات ماشومان چې د زرګونو هغو عمر له  ۵کلنۍ کم دی بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف زیاته کړې:« په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه اړو کسانو څخه ۱۵.۸ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. د روان کال اګسټ میاشتې پورې د افغانستان په ۳۳۳ ولسوالیو کې د شدید نس ناستې او ډیهایدریشن له ۱۵۲ زرو څخه زیاتې پیښې ثبت شوې دي چې له دې شمیرو تر ۸۷ زرو زیات یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.»

د اقتصادي چارو کاپوهان  د روغتیا په برخه کې د ستونزو د ډېریدو لامل د نړیوالو مرستو کمښت یادوي، خو زیاتوي چې ماشومانو ته د سمې او سالمې روزنې لپاره باید اقتصادي ځواک برابرولو لپاره  هڅې وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« په هره اندازه چې د نړیوالو مرستو اندازه په افغانستان کې کمېږي، خپل تاثیرات لرلی شي، که هغه د عامو افغانانو په ورځني ژوند باندې دي او یا هم په نورو برخو، ځکه ډېری افغانان له دې لارې د خپل ژوند ضرورتونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترلاسه کوي. په نړیوالو مرستو کې د یونېسف ونډه ډېره مهمه ده، ځکه دغه اداره تر ډېره د ماشومانو لپاره د زده کړو او صحت په برخو کې امکانات برابروي. کله چې دغه مرستې کمې شي او یا هم ودرېږي، د عامو افغانانو پر ماشومانو خپل تاثیرات لري.»

اروپايي ټولنې هم په افغانستان د میلیونونو بې وزلو ماشومانو په ژوند اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د یادې ټولنې استازې  رافېلا لویدس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د بد بشري وضعیت له امله مېندوارې مېرمنې هم بې اغیزې نه دي پاتې.

هغې زیاته کړې:« په افغانستان کې له ۸۷۵ زرو ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي له خواځواکۍ سره مخ دي. مېندواره مېرمنې هم په دې کچه د یادې ستونزې تر اغیز لاندې دي.»

د ماشومانو وضعیت په اړه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې په افغانستان کې د  پلازمېنې کابل  په ګډون په ډېری لرې پرتو ولسوالیو کې عام خلک له نیمګړو روغتیايي خدماتو څخه شکایت کوي. خو چارواکي وايي د تېر پرتله یې روغتیايي اسانتیاو برابرولو کې هڅې ګړندۍ کړي او هغو سیمو ته یې روغتیا پالان استولي چې لیسیزې ترې خلک بې برخي ول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist