Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراهي: تېرو دوو کلونو کې د ګرځندوی له لارې ۱۰۰ میلیونه عواید ترلاسه شوي‌

فراهي: تېرو دوو کلونو کې د ګرځندوی له لارې ۱۰۰ میلیونه عواید ترلاسه شوي‌

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/28

د سپټمبر ۲۷مه د ګرځندوی له نړیوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ په کابل کې هم د يو لړ مراسمو سره ونمانځل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست  خیرالله خیرخوا وایي، تېرو دوو کلونو کې د هېواد په څلورو سیمو نورستان، غور، ځاځي اریوب او بند امیر کې سیلانونو ته د اوسېدنې او اړونده نور امکانات برابر کړي او په خبره يې پلان لري،  له  دې سربېره نورو سيمو کې هم سیلانيانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه ۷۰ ميليونه افغانۍ پانګه‌ونه وکړي.

خیرخوا زیاتوي: « له ټولې نړۍ چې اټکل شوې، وايي په ۲۰۲۰ کې چې د دې حساب وشو؛ نو نږدې یو میلیارد سېلانیان کېږي، یعنې یو میلیارد سېلانیان په نړۍ کې ګرځېدلې دي دا ډېر لوی عدد دی. له دې بېلا بېلو هېوادونو ته ګټې رسېږي او د ځېنې هېوادونو د اقتصاد یوه برخه ګرځېدلې.»

د یاد وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهيسې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۴ زره او ۵۰۰ سېلانیان افغانستان ته راغلي او له درکه يې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي.

فراهي زیاتوي: « ویلي شو چې د نړۍ له ټولو هېوادونو زموږ هېواد ته سېلانیان راغلي دي. موږ په خپل هېواد کې بېلا بېل طبعي منظرې لرو، تاریخي عابدې لرو، په غور، مزارشریف، هرات، کندهار، نورستان ، بامیانو، بدخشان او د هېواد ډېری لویو ولایتونو او هغو ولایتونونو چې تاریخي عابدې ډېرې لري؛ نو دوی له هغو سیمو لېدنه کوي. شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ له دې لارې څخه عواید راغلي دي.»

په دارالاامان ماڼۍ د ګرځندوی نړیوالې ورځې په موخه جوړې شوې غونډې کې بیا د سیاحتي شرکتونو استازي وايي، په ټول هېواد کې ۲ زره سیاحتي شرکتونه شتون لري، خو غوښتنه کوي، چې په ټولو ولایتونو کې دې کلتوري اتشې جوړې شي، څو غوره سیاحتي خدمتونو وړاندې کولو ته زمینه برابره شي.

د سیاحتي شرکتونو استازی حسن‌زی منګل وايي: « دا چې څنګه بهرني سېلانیان موږ را جلب کړو، کورني خو الحمدالله اوس ټولو ولایتونو ته ځي؛ د دې لپاره مې لومړنۍ غوښتنه د اطلاعاتو او کتور وزارت څخه دا ده چې ټولو هغو سفارتونو کې چې د اسلامي امارت تر لاس لاندې دي او اسلامي امارت پرې حاکم دی، هلته کلتوري اتشې فعالې کړي، څو دا کلتوري اتشې تبلیغات وکړي، د افغانستان انځور بهرنیو سیلانیانو ته په داسې بڼه وښي چې دلته امنیت دی او هغه تاریخي او تفریحي ځایونه چې تاسې یې غوښتنه کوئ هلته راشئ.»

 د سپټمبر ۲۷ مه د ګرځندوی نړیواله ورځ نومول شوې، دا ورځ هر کال په همدې نیټه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ګرځندوی د ارزښت ښودنې او پراختيا په موخه نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist