Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: نظام کې باید د داسې کړنو چې د ولس زړه ماتوي مخنیوی وشي

حقاني: نظام کې باید د داسې کړنو چې د ولس زړه ماتوي مخنیوی وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/28

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني د چهارشنې پر ورځ ( د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۵ مه) د پولیسو اکاډمۍ نصاب بیا کتنې سیمینار په پای غونډه کې د اوسني نظام بقا په موخه شريعت معيار ګرځول حياتي وبلل او زياتوي، په نظام کې بايد د داسې کړنو چې  د ولس زړه‌ ماتوي په کلکه مخنيوی وشي.

حقاني امنيتي مسوولینو ته په خطاب کې وويل، پوليس د مشرتابه د احکامو د تطبيق مرجع ده او بايد د يادو احکامو تطبيق د يوه داسې سالم چلن په چوکاټ کې وي، چې پر خلکو بوج نه شي.

حقاني زیاتوي: « که په نظام کې داسې کارونه وکړو چې د خلکو زړه مات شي، نفرت یې زیات شي، دوښمني یې زیاته شي طبعاً به د بل د ګټې لپاره د یو او بل په مقابل کې درېږو. که موږ په سمه مانا دین او اسلام ته ژمن یو، په خپله ژمنه ولاړ یو؛ نو هغه مخالفین چې په بل فکر روزل شوې دي، که سږ نه وي راتلونکی کال به یې خدای په فکر کې وسعت راوړي.»

حقاني په افغانستان کې نظام جوړونې ته په اشارې سره وايي، په تېر کې يو لړ افکار چې ګټه يې نورو ته رسېده، د نظام د احيا او انسجام پر وړاندې خنډ وو او له امله يې په افغانستان کې دوښمنۍ زياتې شوې.

په ورته وخت کې حقاني وايي، د تېرې مبارزې پرمهال يې د مالوم جهت پر وړاندې زور کارولی خو په خبره يې دامهال روز کارول بايد د ولس پر وړاندې نه، بلکې د دوښمن له منځه وړلو په موخه وي.

هغه زیاته کړه: « اوس چې خدای زه زورور کړم نو دې ته یې نه یم زورور کړی چې په خپلو دوستانو زور معلوم کړم، دا زور خدای ماته د دوښمن لپاره راکړی، دا کبر چې خدای راکړی د دوښمن لپاره یې راکړی، په خپلو وروڼو به موږ کبر نه کوو، په خپل ملت به کبر نه کوو، موږ به په خپل ځان کې محمدي صفات پیدا کوو.»

سراج‌الدين حقاني د پوليسو پر مسلکيتو د ټينګار ترڅنګ وايي، تېره مبارزه بايد د دندې د بديل په توګه تلقي نه شي.

نوموړي زیاتوي: « دا معیار مه ګرځوئ چې ما ۲۰ کاله جهاد کړی، خدمت مې کړی دی. نن ماته وظیفه نه پیدا کېږي؛ خو دا جهاد موږ د هېواد د ازادۍ ساتنې لپاره، د دین ساتنې لپاره موږ دا قرباني ورکړه. د نظام جوړونې لپاره که زه خدمت ته درېږم نو لکه پرون مو چې په سنګر کې لوږه، تنده او بې خوبي تېروله نن به هم زه همدومره تکلیف په ځان تېر کړم، موټر چلوونه به زده کړم بیا به خدمت ته راوځمه.»

سراج‌الدين حقاني داسې مهال د نظام بقام په موخه له خلکو سره د سالم چلن پر کولو ټينګار کوي، چې نوموړی موده وړاندې يو شمېر ولايتونو ته د سفر پر مهال، له خلکو او قومي مشرانو سره په لېدنه کې د دوی ستونزې له نږدې اورېدلې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist