Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتنبایوا: اسلامي امارت له داخلي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولی

اوتنبایوا: اسلامي امارت له داخلي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/27

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه راپور کې وویل، تر هغې چې اسلامي امارت خپل داخلي مشروعیت ترلاسه نه کړي نړیوال مشروعیت نه شي اخېستلی.

امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو وضعیت ناوړه بللی او ویلي یې دي، په افغانستان کې روان بشري بحران د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.

اوتنبایوا په ناسته  کې دغه راز پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو زیاتېدو تر څنګ په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ پر زیاتېدو خبرې کړې دي.

اوتنبایوا ویلي، که څه هم اسلامي امارت ټینګار کوي چې د دوی ادارې ټولشموله دي، خو داسې ښکاري چې د دوی د مشروعیت او خلکو ترمنځ فاصله په زیاتېدو ده.

د نوموړې په وینا د حقونو، حساب ورکولو، استازولۍ او د عدالت لاسرسي په تړاو بې ‌باوري د داخلي مشروعیت پر وړاندې مهم خنډ دی او له داخلي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کېدای.

نوموړي له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی دی، خو ویلي یې دي، چې دا تعامل به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په مانا نه وي.

د افغانستان په تړاو د امنیت شورا په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرائیه مشرې سیما سامي بحوث ویلي، په افغانستان کې ښځې غوښتنه لري چې غږ یې واورېدل شي.

بحوث ویلي، افغان ښځې غوښتنه لري چې نړیواله ټولنه دوی ته زمینه برابره کړي څو له اسلامي امارت سره په مستقیم ډول خبرې وکړي، نړیوال دې په خپل  پلاوي کې د ښځو له حضور پرته له اسلامي امارت سره ونه ګوري.

اسلامي امارت بیا د امنیت شورا پر وروستیو څرګندونو تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist