Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

اوچا د ريکارډ تر کچې افغانستان کې د لوږې لوړېدو ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/26

د ملګرو ملتونو  بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وايي، دامهال په افغانستان کې د لوږې کچه د ريکارډ ترکچې لوړه شوې.

د اوچا په خبره ، که د بودیجې د سخت کمښت ستونزه یې هواره نه شي، نو په افغانستان کې د ژوند ژغورنې مرستو اندازه به ډېره راکمه کړي.

اوچا زیاته کړې:«  د روان کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې بشري شریکانو ۲۲.۶ میلیونه وګړو ته د خوړو او کرنې په برخه کې مرستې رسولي دي.»

بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) وایي، دا مهال په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د بېړنۍ لوږې له بېلابېلو کچو سره مخ دي، چې ۱۵ میلیونه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

د یاد پروګرام موندنې ښیي، چې د مرستو کمښت د خوړو نه خوندیتوب بېړنۍ کچې ته د ځواب ويلو پر وړاندې یو لوی ګواښ دی.

یاد پروګرام زیاتوي:« اوس مهال په افغانستان کې له ١٥ میلیونه زیات کسان د خوړو له خورا نا امنۍ سره مخ دي او د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري. خو د بوديجې د خورا کموالي له امله، ډبلیو.ایف.پي کولای شي په میاشت کې یوازې درې میلیونه کسانو ته مرسته ورسوي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، افغانستان د ژمي په درشل کې دی او زیات شمیر خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د خوراکي توکو په ګډون، بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري او له نړیوالو غواړي، چې له افغانانو سره خپلې لا زياتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې په افغانستان او سوډان کې میلیونونه خلک، خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له لوړې کچې سره مخ دي او افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی، چې د خوراکي توکو له ناورين سره مخ دی، چې له ٦ میلیونه ډېر خلک له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist