Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
آل سعود: افغانستان باید د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي

آل سعود: افغانستان باید د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/26

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۸یمې ناستې په اوومه ورځ هم افغانستان د یو شمېر هېوادونو د مشرانو د خبرو برخه وه.

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود دې ناستې ته په خپلو خبرو کې، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ ترڅنګ د ترهګرۍ د پراخېدا په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې دغه هېواد نه باید د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.

هغه زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړي یو. دغه هېواد باید د ترهګرو ډلو پر خوندي پټنځای بدل نه شي. موږ د ښځو د زده‌کړو او کار په ګډون د افغانانو دبشري حقونو غوښتونکي یو. د دې ترڅنګ موږ د اړمنو افغانانو د ستونزو راکمېدو لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو مرستو غوښتونکي یو.»

په دې ناسته کې د اندونیزیا لومړۍ وزیرې رتنو مرسودي هم له افغانانو د خپل هېواد پر ملاتړ سربېره نړۍ د افغانستان پر وړاندې ګډ مسوولیت درلودو ته هڅولې.

مرسودي هم د افغانانو حقونو او په تېره بیا زده‌کړو ته د ښځو د لاسرسي ملاتړ کړی.

هغې زیاته کړې:« موږ د افغانستان او فلسطین خلکو پر وړاندې ګډ مسوولیت لرو. اندونیزیا به له افغانانو سره د مرستو ټولې هڅې وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي، چې زده‌کړو ته د لاسرسي ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کېږي.»

په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ په تړاو که څه هم د سیمې ګڼ هېوادونه په یوه خوله دي او په دې تړاو ګډ دریځونه لري؛ خو شنونکي بیا دغه څه تر هغه وخته  د تحقق وړ نه بولي ترڅو په کور دننه د ټولو افغانانو په خوښه حکومت نه وي رامنځته شوی.

سعودي عربستان تېر کال خپل سفارت د ناڅرګندو لاملونو له کبله وتړه. که څه هم دغه هېواد په سر کې دغه پرېکړه لنډمهالې وبلله؛ خو لا يې هم په افغانستان کې خپل سفارت بېرته نه دی پرانېستی.

له ایران او قطر سره، چې په سیمه‌ کې د سعودي عربستان له مهمو سیالانو بلل کېږي؛ د افغانستان سرپرست حکومت نسبتا ښو اړیکو درلودل دا امکان زیاتوي، چې سعودي عربستان هم په راتلونکې کې له سرپرست حکومت سره د اړیکو نږدېوالي ته وهڅوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist