Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
آل ثاني: که اسلامي امارت غواړي د نړیوالې ټولنې غړی شي باید له نړۍ سره همکاري وکړي

آل ثاني: که اسلامي امارت غواړي د نړیوالې ټولنې غړی شي باید له نړۍ سره همکاري وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/25

د قطر لومړی او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وایي، افغانستان ته یې د خپل وروستي سفر پرمهال چې د روان زیږدیز کال په مې میاشت کې يې ترسره کړی، د اسلامي امارت له مشر سره مخامخ لېدلي او د یو لړ مسایلو په تړاو یې خبرې ورسره کړي.

محمد بن عبدالرحمن الثاني له سي.اېن.اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، په دې لیدنه کې یې د ا سلامي امارت رهبر ته دا په ډاګه کړې، چې  نړيوالې ټولنه کې  د غړيتوب لپاره باید له نړۍ سره همکاري او ګډ کار ته دوام ورکړي.

آل ثاني وايي، په دې لېدنه کې یې د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي، چې د قطر په څېر باید په افغانستان کې هم ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو ترڅنګ په ټولنه کې د فعالې مدني او سیاسي ونډې د درلودو اجازه ورکړي.

آل ثاني زیاته کړې:« په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر سره مې خبرې ډېرې رڼې وي. ما هغه ته وویل که چېرې غواړئ په راتلونکې کې د نړۍوالې ټولنې یوه برخه شئ؛ نو تاسې اړ یئ له موږ سره همکاري او ګډ کار وکړئ، څو ستاسې هېواد هم د قطر په څېر عصري اسلامي هېواد شي. قطر د یوه اسلامي هېواد په توګه هغه هېواد دی، چې ښځې په کې په ویاړلي ډول د ټولنې فعاله برخه ده. قطر کې ښځې اغیزناک او ګټور رول لوبوي. دوی مشرانې، وزیرانې، سفیرانې دي او د لوړو زده‌کړو او کار په برخه کې یې شمېر ان د نارینه وو پرتله لوړ دی.»

آل ثاني وايي، د اسلامي امارت له مشر سره په خبرو کې دې هوکړې ته رسېدلي، چې افغان ښځو ته لږ تر لږه په هغو غیر دولتي ادارو کې د کار اجازه ورکړل شي، چې په افغانستان کې دننه له اړمنو کورنیو سره د نړیوالو مرستو د وېش په برخه کې چارې تر سره کوي.

هغه زیاته  کړې:« موږ له دوی سره دې هوکړې ته ورسېدو چې لږ تر لږه په غیردولتي ادارو کې د کار کولو او په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د مرستې رسولو په څېر په ټېټه کچه کار کولو سره دوی ته د کار اجازه ورکړل شي.»

د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو راهیسې نړيوالې ټولنې د بهرني مشروعیت ترلاسه کولو په بدل کې د اسلامي امارت له لوري بشري حقونو او د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار حقونو د مراعتولو او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو د درېدو غوښتنه کړې.

د شنونکو په باور د اسلامي امارت له لوري ښځو ته د کار او زده‌کړو اجازې ورکول کولی شي په کور دننه او بهر د اسلامي امارت ډېری ستونزې حل او رسمیت پېژندنې په لار کې پراته خنډونه له مخې لرې کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « د اسلامی امارت لوړ پوړي چارواکي او په ځانګړي ډول د ا.ا مشر ملا هیبت الله اخوندزاده باید ښځو ته د بشر ځای او موقف ورکړي نه د جنسیت موقف او دا به ډېرې ستونزې هوارې کړي، د نړیوالې ټولنې سیال به شو.»

دوی له دې زيات د ښځو او نجونو د حقونو محدودول د توجیه وړ نه ګڼي او له حکومت د يادې ستونزې د ژر تر ژره هوارولو غوښتنه کوي.

سیاسي شنونکی حمیدالله هوتک وايي: « دغه دوه کاله کېږي چې د افغانستان خپل ملت د افغانستان خپل ولس، د افغانستان خلک نر او ښځه له حکومته همدا غواړي؛ نو مهمه ده چې دا وپېژني، دا ومني او د دې کار په هکله عاجل تصمیمونه ونیسي. د افغانستان ولس هغه حقوق غواړي چې هغه زموږ له دین، مذهب او عقیدې سره په ټکر کې نه وي؛ نو ور دې کړي تر بل هر چا یې دغه عالم صېب ښه ورکولی شي.»

قطر چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د هوکړې په برخه کې يې د کوربه هېواد رول ولوباوه، له سیاسي اړخه له دواړو لوریو سره ښې اړیکې پالي.

 له همدې کبله تمه دا ده چې دغه هېواد به وکولی شي په راتلونکې کې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو کنګل حالت مات او د تعامل رامنځته کولو په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist