Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسکو: نړۍ کې له زده کړو د بې برخو کسانو شمېر ۶ میلیونه زیات شوی

یونېسکو: نړۍ کې له زده کړو د بې برخو کسانو شمېر ۶ میلیونه زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/21

د ملګرو ملتونو ښوونیز،علمي او کلتوري ادارې( یونېسکو) په خپل راپور کې ویلي، چې د  ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې له زده کړو د بې برخې ماشومانو او ځوانانو شمېر ۶ میلونو لوړ شوی دی.

راپور کې ویل شوي چې د دوی له هڅو سره سره بیا هم په نړۍ کې ښوونه او روزنه په ښه حالت کې نه ده.

راپور کې د یونېسکو مشر اډري ازولي له قوله ویلي شوي، که نړۍ غواړي د میلیونونو ماشومانو راتلونکی جوړ کړي باید لاس په کار شي.

د راپور یوه برخه:« که څه هم په تېرو څو لسیزو کې  د ټولو لپاره د باکیفیته زده کړو د پام وړ هڅې شوي، خو بیا هم ښوونه او روزنه په بېړني حالت کې ده. د یونېسکو موندنې ښيي چې اوس له ښوونځي څخه د وتلو ماشومانو شمیر مخ په ډېریدو دی. دولتونه که غواړي د میلیونونه ماشومانو راتلونکی ونه پلوري سملاسي باید اقدام وکړي.»

بل خوا په افغانستان کې څه باندې دوه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه شته چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

یونیسکو ویلي، له۲۰۲۱ کال راهیسې له ښوونځیو پاتو شو  د ماشومانو او ځوانانو شمېر شپږ میلیونونو ته لوړ شوی، چې یو لامل یې په  افغانستان کې پر تعلیمي ادارو محدودیتونه دي.

د راپور یوه برخه : « له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ښوونځي څخه د وتلو ماشومانو او ځوانانو شمېر۶ میلیونو ته لوړ شوی او اوس په ټولیز ډول۲۵۰ میلیونو ته رسېږي. دا زیاتوالی تر یوې اندازې پورې په افغانستان کې له زده کړوڅخه د نجونو او ځوانو مېرمنو د ډله ییز وتلو له امله دی.»

زده کوونکې فاطمه ساپۍ وايي: « دوه کاله کېږي چې د ښوونځيو دروازې بندې دي، سره له دې چې موږ او زموږ ډېری هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د ښوونځيو دروازې دې خلاصې شي، د نړیوالو غوښتنه هم همدا ده چې نجونو ته دې  د زده کړو اجازه ورکړل شي؛ خو کومه مثبته پایله ترلاسه نه شوه. موږ هېله لرو چې د زده کړو اجازه راکړل شي او موږ وکولی شو خپلې پاتې زده کړې پرمخ یوسو.»

اسلامي امارت بیا  د نجونو زده کړو ته د ژمنتیا وايي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي پنجشیر کې یوې ناستې ته په وینا کې هم د نجونو زده کړو پر ترسره کېدو ټېنګار کړی او ویلي یې دې پر دې هڅه کوي چې دا حق ورکړي.

ستانکزي زیاته کړې:« اسلامي امارت تل بیا بیا ویلي چې د ښځو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی چې په بشریت، اسلام او د افغانانو په کلتور کې موجود وي او دا حقونه به ان شاءالله ورته ورکول کېږي؛ خو یو شمېر ستونزو له امله چې له تېرو نظامونو څخه موږ ته پاتې دي او په تېرو نظامونو کې افراط او تفریط په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې موجود وه، د دې لپاره چې دا مسله له منځه لاړه شي  نو څه وخت به نیسي. موږ هېله لرو او هڅه کوو چې د ښوونځيو، پوهنتونونو او مدارسو دروازې د خوېندو او ورونو پرمخ ژر تر ژره پرانېستل شي.»

د نجونو زده کړې،  د ښځو کار هغه دوه موضوعات دي، چې تل مطرح کېږي، د اسلامي امارت ځینې چارواکي بیا په خپلو خبرو کې پر دې موضوع ټینګار کوي، خو د دوه کلونو په تيريدو بیا هم له شبږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist