• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار اوسېدونکي د کابل ـ جلال‌اباد دویم لاین سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار اوسېدونکي د کابل ـ جلال‌اباد دویم لاین سړک جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/21

د کابل ـ جلال اباد حقلوي سړک چې د ننګرهار له سره رود ولسوالۍ پیل له خوږیاڼو، شېرزاد او حصارک ولسواليو تېرېږي او بیا کابل ولایت سره نښلول کېږي.  

دغه سړک له اوږدې مودې راهیسې خراب او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

 ځايي اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د یاد سړک د جوړېدو ژمنې ورسره کېږي، خو تر اوسه پورې یې کارونه نه دي پيل شوي.

د ننګرهار یو تن  اوسېدونکی وايي: « د حامد کرزي وخت کې هم ژمنې شوې وې، د اشرف غني وخت کې هم شوې وې او اوس دا دی اسلامي امارت هم راغلی چې دوی هم له اختر مخکې ژمنه کړې وه او دا تراوسه هېڅ هم نه دي شوې.»

د ننګرهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست بیا د خلکو ستونزې مني او وايي، د مخکېني حکومت پرمهال نړيوال بانک او د اسیا پراختيايي بانک د یاد سړک د جوړېدو لپاره بودیجه ځانګړې کړې وه او له جلال باد څخه تر ممیلې باغ پورې په اساسي ډول رغول شوی هم دی.

د یاد ریاست مشر مولوي محمد محمدي وايي، له اسیا پراختيايي بانګ سره په اړیکه کې دي او په خبره يې که پايله يې ورنه کړه، نو په ملي بوديجه کې به ورته پيسې ځانګړې کړي.

محمدي زیاتوي: « دا سړک داسې نه چې د حصارک، شیرزاد او د خوږیاڼو یا همدغسې د لوګر د ازرې ولسوالۍ تګ پرې کېږي، دا سړک یوازې همدې خلکو لپاره ګټور نه دی، بلکې د شمالي ولایتونو لپاره هم ډېر ګټور دی؛ نو اسلامي امارت دا پرېکړه کړې چې د دې سړک کار به پیل کوي.»

بل پلو د ننګرهار د والي مرستيال مولوي سعیدالله بنوري ډاډ ورکوي، چې د کابل ـ جلال آباد دویم لاین سړک د جوړولو لومړني کارونه بشپړ شوي او ژمنه کوي، چې په نږدې راتلوونکې کې به یې پاتې کارنه هم پيل شي.

 بنوري زیاته کړې:« پر دې سړک به ژر تر ژره کار پیل شي او له یوه شرکت سره مو قرارداد بیخي وروستی شوی دی. یو څه موضوعات پاتې دي؛ نو ان شاءالله چې دغه پاتې ستونزې به هم حل شي، ډېر ژر به کار پيل شي، دا نه یوازې د ننګرهاریانو بلکې د ټولو افغانانو لپاره یو ښه زېری دی او ژر به یې کار پيل شي.»

د کابل ـ جلال آباد لومړی لاین سړک چې ډېر کله د غره ښووېیدنې او ترافیکي پېښو شاهد وي او ګڼو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

وړمه ورځ هم د کابل ـ جلال آباد لویه لاره د کابل دروازې په درې کېلو مترۍ کې د غره ښوویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې، چې د مسافرو او ټرانزیټ پر وړاندې یې ګڼې ستونزې پیدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist