Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتریش: د دوحې ناسته د ا.ا رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې

Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)

ملګرو ملتونو اسلامي امارت له بشري حقونو پر سرغړونې تورن کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/19

پوره دوه کاله وشول، چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت  له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکې نجونې ښوونځيو ته له تګ منعه کړي.

په دې لړ کې په کور دننه او بهر خلکو او نړیوالو سازمانونو له اسلامي امارت غوښتي، چې نجونو ته د زده‌کړو شرعي حق ورکړي، خو د اسلامي امارت له لوري پر ډاډ ورکولو سربېره هم دا مسئله مبهم او ناحل پاتې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرش د نجونو پر زده‌کړو د بنديز له امله د اسلامي امارت  سرپرست حکومت د بشري حقونو پر نه توجيه کېدونکې سرغړونې تورن کړی.

ګوتېرش ويلي، له زده‌کړو د نجونو محرومول کولی شي افغانستان ته په اوږدمهال کې ډېر زيانونه واړوي.

هغه زیاته کړې:« نن دوشنبې دوه کاله پوره کېږي، چې په افغانستان کې نجونې ښوونځيو ته له تګ منع شوې دي. دا له بشري حقونو نه توجیه کیدونکې سرغړونه ده، چې ټول هېواد ته اوږدمهاله زیان رسوي. نجوني ښوونځيو پورې تړاو لري او دوی ته بېرته هلته د تګ اجازه ورکړئ.»

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: « دا هر یو خپلې خپلې ګټې لري او خپلې ګټې څاري، ډېری دغه شعارونه چې دوی یې ورکوي، لکه څنګه چې لیدل شوي دي دوی د دغه شعارونو څخه د یوه ابزار په توګه ګټه اخلي.»     

له دې سره د بښنې نړيوال سازمان بیا وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو د بندښت دوام له امله افغانې نجونې له پرمختګ ناهېلې شوي.

یاد  سازمان ادعا کړې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د نجونو حقونو د اعادې په برخه کې پر هېڅ ژمنه عمل نه دی کړی او په خبره يې برعکس يې د ټولنې پر دې قشر بنديزونه لا سخت کړي دي.

یاد سازمان زیاته کړې:« څه باندې دوه کاله د مخه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د میلیونونه افغان نجونو د پرمختګ هېلې او خوبونه مات شول. طالبانو د نجونو د حقونو اعادې لپاره خپله هېڅ ژمنه نه ده پر ځای کړې او لا محدودیتونه زیاتوي.»

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «موږ ګیله من یو، د افغانستان اسلامي امارت دې پر خپلو دغو فرمانونو له سره کتنه وکړي، ځکه چې د اسلام په سپېڅلی دین کې ښځو او نارینه وو ته د زده کړو او کار مساوي حق ورکول شوی دی.»     

د ښځو د حقونو فعالان بيا باوري دي، که د اسلامي امارت سرپرست حکومت د  نجونو زده‌کړو په شمول د بشري حقونو په تحقق کې نرمښت اختيار نه کړي، له شک پرته به نړيواله ټولنه ورسره له هر راز اړيکو انکار وکړي.

دوی ټينګار کوي، چې سرپرست حکومت دې د خپل مسووليت له مخې نجونو ته د زده‌کړو شرعي حق ورکړي.

د ښځو  حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: « د حقونو نړیوال سازمان پرله پسې د افغانو ښځو د وضعیت  په تړاو خپلې اندېښنې څرګندوي او اړونده مراجع ته چې هغه د ملګرو ملتونو سازمان دی وړاندې کړې دي؛ خو د ملګرو ملتونو له لخوا کوم اقدام نه دی ترسره شوی.»

د اسلامي مارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نجونو زده‌کړو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د بښنې نړيوال سازمان تازه څرګندونې تکراري بولي او په اړه يې له نظر ورکولو ډډه کوي.

واک ته د اسلامي امارت سرپرست حکومت له رسېدو یوه میاشت وروسته له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکې نجونې ښوونځيو ته له تګ منعه کړای شوې، چې دا پرېکړه د عامو خلکو او نړيوالو له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist