Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو ګواښ کړی

د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان کې د خپلو فعاليتونو ځنډېډو خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/19

د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي، دغه پروګرام په تاريخي لحاظ له بد مالي کړکېچ سره مخ دی او په خبره يې د بوديجې دغه کمښت داسې مهال دی، چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د اړتیا تامینول ستونزمن شوي.

د ياد پروګرام مشرې سینډي مک کین ویلي،‌ په افغانستان کې د خپل پروګرام دوام لپاره د اکتوبر میاشتې تر وروستیو پورې کافي پیسې نه لري او که بسپنه ورنه کړل شي، نو له افغانستانه په بشپړه توګه وتلو ته اړ کېږي.

مک‌کین زیاته کړې:« د  روانې سپټمبر میاشتې په نیمايي او وروستۍ اونۍ کې به موږ افغانستان کې د بسپنې له سخت کمښت سره مخ شو، چې له امله به یې موږ اړ شو په افغانستان کې ماموریت وځنډوو. په لومړي ځل په داسې حال کې چې نړۍ کې خوراکي مرستو ته اړتیا څو برابره په لوړېدو ده، له دغه بنسټ سره مرستې کمې شوي او دا سازمان اړ شوی، چې د افغانستان، بنګله‌دېش، فلسطین، کانګو، هایټي، اردن، سویلي سوډان، سوماليا او سوریې په څېر سیمو کې خپلې مرستې کمې کړي.»

مک کین ویلي، په مرستندویه هېوادونو کې له اړمنو هېوادونو سره د مرستو په تړاو حساسیت ډېر شوی دی.

‌ ملګري‌ ملتونه وايي،‌ ۲۰۲۳ کال په تېرو درېیو لسیزو کې دویم پرله پسې کال دی، چې نړۍ کې د انسان د پرمختګ شاخص په کې له ځوړ سره مخامخ دی.‌

د اقتصادي چارو کارپوهان د خوړو نړیوال پروګرام د فعاليتونو احتمالي ځنډېدل د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې فقر، بې‌روزګارۍ لوړې کچې ته په کتو دې نړيوال سازمانونه نه دا چې فعاليتونه وځنډوي بلکې  له افغانستان سره دې مرستې لا زياتې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « مسله دا ده چې د افغانستان حکومت له کومو لارو کار واخلي څو په هېواد کې د دغه بشري ناورین مخنیوي وشي، ځکه اوس مهال چې افغانستان په کوم وضعیت کې دی نو د نړیوالې ټولنې مرستو ته ډېره اړتیا لري او که دا  مرستې بندې شي نو خلک به له جدي ستونزو سره مخ شي. اړتیا ده چې حکومت دې په لومړي قدم کې هڅه وکړي چې له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې هوارې کړي، څو افغانستان له اقتصادي بندېزونو خلاص نه شي او نړۍ دې نه یوازې د بشردوستانه بحثونو په برخه کې، بلکې د اقتصادي او پراختیايي پروژو د ودې په برخه کې هم باید اقتصادي مرستې وکړي.»     

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مسوولې درې میاشتې مخکې ویلي ول چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان کافي خواړه نه لري، په تش نس ویدېږي‌ او څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ او مړینې له ګواښونو سره مخامخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist