• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مارک میلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستل ستراتيژيکه ناکامي بولي

مارک میلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستل ستراتيژيکه ناکامي بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/17

د امريکا د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مارک میلي په يوه مرکه کې ويلي، امريکا په افغانستان کې تېر ۲۰ کاله د اسلامي امارت پر وړاندې دومداره جګړه وکړه او په خبره يې پايله دا شوه، چې اسلامي امارت د دې هېواد پلازمينه ونیسي.

میلي دا يوه ستراتيژيکه ناکامي بولي او زياتوي،هېڅ داسې دلايل نشته چې دغه جګړه دې پرې بريالۍ وبلل شي.

ميلي زیاته کړې:« دښمن د هغه هېواد پلازمېنه نيوله، چې موږ يې ملاتړ کاوه. دا يوه ستراتيژيکه ناکامي وه او زه يې تائیدوم. هېڅ داسې دلايل نشته چې دا کار د يوې ستراتيژيکې بريا په توګه تلقي کړي. په عام باور، جګړه بايلل شوې. موږ له طالبانو او د هغوی له متحدانو سره له ۲۰ زياتو کلونو لپاره جګړه وکړه، خو تر پلازمېنې پورې را خواره شول. هو! موږ په دې اړه افسوس کوو او پرې خپه يوو.»      

مارک ميلي ویلي، په افغانستان کې د امريکا۲۰ کلنه بې پایلې جګړه به په تاريخ کې ثبت او په اړه يې اوسنی واقعي قضاوت کېږي.

د مارک میلي په خبره، د دې جګړې په لړ کې امريکايي ځواکونه پر هغه څه توانېدلي، چې د امريکا ولس يې غوښتونکی وو.

هغه زیاته کړې:« دا جګړه به په تاريخ کې وليکل شي او په اړه به يې همدا ډول قضاوت کېږي. خو امريکايي ځواکونو په افغانستان کې هغه څه وکړل، چې زموږ ملت غوښتل. موږ د ۲۰  پرلپسې کلونو لپاره امريکا له افغانستان څخه له کيدونکو بريدونو وژغورله او افغانانو ته مو د ښه ژوند هېله ورکړه، کوم چې زه پرې وياړم.»

 د نظامي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي چې امريکا په افغانستان کې بې موخې جګړه کړې او د دې جګړې قربانيان عام افغانان وو.

ځيني نور بیا وايي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د جګړې موخه په سيمه کې د زبرځواکو هېوادونو ترمنځ د رقابتونو ساتل وو، خو په خبره يې د اسلامي امارت د دومدارې مبارزي وروسته بې پايلې له افغانستانه ووتل.

دا دويم ځل دی، چې امريکايي چارواکي په افغانستان کې پر خپلې ماتې اعتراف کوي. له دې وړاندې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مخکيني قوماندان جنرال کينټ مکينري ويلي ول، چې دوی په افغانستان کې ماتې خوړلې او امريکايي ځواکونو په دې هېواد کې بې پايلې جګړه پای ته رسولې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist