• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خاموش: د تېرې جګړې پرمهال لسګونه زره معلول شوي کسان د حکومت ډيټابيس کې ثبت شوي

خاموش: د تېرې جګړې پرمهال لسګونه زره معلول شوي کسان د حکومت ډيټابيس کې ثبت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/17

په افغانستان کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې لسګونه زرګونه معلول ځوانان، ماشومان او ښځې تر شا پرېښي.

تازه د شهیدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وايي، په تېرو دوو کلونو کې د جګړې له امله ۴۰ زره هغه معلول کسان د ياد وزارت ډيټابيس کې ثبت شوي، چې د تېرې جګړې له امله معلول شوي.

د خاموش په وینا ، د يادو کسانو له ثبت کېدو سره په هېواد کې د ثبت شویو معلولو کسانو شمېر ۱۸۰زرو کسانو ته لوړ شوی او ياد شمېر کسانو ته يې د شپږو مياشتو امتيازات هم اجرا کړي دي.

خاموش زیاتوي:« د مرکز په ګډون ټول هېواد کې شاوخوا۱۸۰ زره معلولیت لرونکي موږ ثبت او راجستر کړي دي، ترڅنګ مو سږکال د لومړيو شپږو میاشتو مساعدتونه او میاشتنۍ پيسې ډېری معلولینو ته پر وخت رسولي او ځېني نور پاتې دي کار روان دی او ان شاءالله هغوی به هم په لنډ وخت کې ترلاسه کړي.»

خاموش وايي، پر داسې يوې طرحې کار کوي چې له مخې به يې معلولين او د شهيدانو د کورنیو هغه وارثين، چې د کار کولو وړتيا ولري په دولتي ادارو کې پر دندو وګومارل شي.

دغه راز خاموش وايي، د معلولینو د ثبت لپاره يې په ۱۸ ولایتونو کې د ډیټابیس سیستم پېل کړی او په نږدې وخت ک ې به د ډیټابیس سیستم په پنځو نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.

هغه زیاته کړه:« مرکزي ډیټابیس یا برېښنايي سیستم مو په ۱۸ ولایتونو کې فعال کړی دی او هره ورځ په دغو ولایتونو کې یتیمان، معلولیت لرونکي او کونډې ثبت او راجسټر کېږي.»

د یاد وزارت مسوولین وايي، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د شهیدانو او معلولينو د تثبیت بهیر بیا پیل او شاوخوا سل زره خیالي او غیر مستحق اشخاص له سېسټم لرې کړی شوي.

خو یو شمېر معلولین شکایت کوي، چې د یوه کال په تېریدو سربېره يې هم امتیازات نه دي ترلاسه کړي او له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.

یومعلول کس وايي:« زه د معلولینو کتابچه هم لرم او کارت هم. ماته وايي نن راشه سبا راشه، ورځې راباندې اړوي او هېڅ پيسې نه راکوي.»

له دې مخکې د شهیدانو او معلولینو کورنۍ د هغه څه له امله چې د خپلو حقونو نه ‌ورکړه يې بولي، شکایت کاوه خو مسوولین ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به د پاتې ناثبت شویو هغو امتیازات هم ورکړل شي. دا وزارت وايي، د شهيدانو وارثينو ته د يو نفر په سر د میاشتې دوه زره افغانۍ او معلولینو ته د هغوی د وجود د معلوليت په اندازه حقوق ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist