Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې انسټیټیوټ: اسلامي امارت د ښځو حقونو په اړه د خپلو کړو ژمنو عملي کولو هوډ نه لري

د امریکا سولې انسټیټیوټ: اسلامي امارت د ښځو حقونو په اړه د خپلو کړو ژمنو عملي کولو هوډ نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/16

د اسلامي امارت د واکمنۍ له لومړۍ ورځې د نړیوالو او دوی ترمنځ د ښځو د زده کړو او کار په ګډون پر ګڼو مسایلو ناندرۍ دوام لري.

تازه د امریکا سولې انسټيټيوټ د افغانستان اوسني وضعیت په تړاو یوه راپور کې د اسلامي امارت په وروستیو پالیسو بیا نیوکې کړې او ویلي دي چې په واکمنیدو سره یې ښځې له اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

راپور کې ویل شوي، دا چې اسلامي امارت نجونې او ښځې له زده کړو او کار منع کړې نو دا یې ثابته کړې چې د خپلو کړو ژمنو د عملي کولو هوډ نه لري.

د راپور یوه برخه:« ۷۲۵ ورځې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له ښوونځيو او د ۲۶۵ ورځو راهیسې له پوهنتونونو منع شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې له ژوند، زده کړو، کار، سفر، سپورت او بشري مرستو ته له مساوي لاسرسي بې برخې شوې دي. د طالبانو مشرتابه په تېرو دوو کلونو کې دا په ډاګه کړې، چې له امریکا سره د دوحې تړون کې د ښځو حقونو په اړه د کړو ژمنو د عملي کولو هوډ نه لري.»

په راپور کې ویل شوي، افغان ښځې د خپلو حقونو  دفاع حق لري او ټنګار کړی چې د سرپرست حکومت مشروعیت د جنسیتي، ټولنیز او سیاسي توپير پرته د ټولو افغانانو  حقونو په ساتنه او د نړیوال قانون  په چوکاټ کې د ټولو مکلفیتونو په پوره کولو پورې اړه لري.

دغه راز په راپور کې له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د موضوع لا ښې روښانتیا لپاره له اسلامي امارت سره له نږدې خبرې وکړي.

د راپور یوه برخه: افغان ښځې د اخلاقي او مادي ملاتړ حق لري چې د طالبانو د جنسیتي توپير پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړي. متحده ایالات او نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دې لپاره خبرو ته دوام ورکړي چې دوی ته وښيي چې د رژیم مشروعیت یې د جنسیت، ټولنیز او سیاسي تړاو پرته د ټولو افغانانو د حقونو په ساتنه، درناوي او تضمین او د نړیوال قانون چوکاټ کې د خپلو مکلفیتونو په سرته رسولو پورې اړه لري. متحده ایالات او نړیواله ټولنه باید دا روښانه کړي چې د ښځو پر وړاندې د ترسره شوي جرمونو لپاره به  دوی قانوني حساب ورکوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا  دا ډول راپورونه بې اساسه بولي او وایي، د تیر پرتله  د ښځو حقونه لا ډېر خوندي دي او د زده کړو او کار برخه کې د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ښځو د حقونو برخه کې د اسلامي امارت پر پالیسو نیوکې کیږي بلکې له وړاندې هم ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې په دې تړاو اندېښنه ښودل شوې خو  اسلامي امارت بیا دا هرڅه د نړیوالو عجله بولي او په وینا یې دوی د ښځو د کار او زده کړو په ګډون ټولو حقونو ته درناوی لري او نږدې راتلونکي کې به ورته زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist