د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له قطره فعالیت کوي، د ډیموکراسۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د يوه داسې ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو واقعي استازیتوب وکړي.
سفارت زیاته کړې:« امریکا د داسې حکومت پر جوړولو ټینګار کوي، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي. څو د هر افغان غږ واورېدل شي»
د سیاسي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل وايي: « ښه خبره دا ده چې نړۍ د ټولګډونه لپاره یو تعریف وړاندې کړي، یعنې ټولګډون څه مانا؟ دوی ټولګډونه څه ته وايي، ځکه حکومت خو ځېني کسان کوي عام خلک خو یې ټول نه کوي؛ نو ښه دا ده چې دوی تعریف یا مطلب د عامګډون او ټولګډون لپاره وړاندې کړي. که دوی بیا غواړي چې دا ولس په ملیتي ترکیبونو، قومونو،ژپو او ډلو ټپلو ووېشي خو دا نور امکان نه لري.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي، نړيوالو تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې او تېرې څو لسیزې یې افغانانو ته دا اجازه نه ده ورکړې، چې خپل سیاسي برخلیک وټاکي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « د حکومتولۍ او حکومت جوړونې بحث خپله د افغانانو اړوند دی، په تېرو څو لسېزو کې هېڅکله دوی اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان ملت خپل سیاسي برخلیک خپله وټاکي. په وار وار یې له نړیوالو ټولنو او هغو هېوادونو چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي غوښتي دي، چې پرېږدئ افغان ملت خپل برخلیک خپله وټاکي.»
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « زما په اند ټولګډونه حکومت یعنې وړتیا په پام کې نیول دي کار اهل کار ته باید وسپارل شي او هغه وړ کسان چې ژمن، صادق او مسلکي دي، هغوی باید په لوړو مقامونو وګومارل شي.»
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کېرن ډیکر هم ویلي ول چې افغان حکومت باید پراخ بنسټه او ټول ګډونه وي.
د همدې موضوع په تړاو مو هڅه وکړه، چې د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسې اړیکو سره سره یې نظر شریک نه کړ.