• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې سلګونه ځوانان له حرفوي زده کړو فارع شول

ننګرهار کې سلګونه ځوانان له حرفوي زده کړو فارع شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/13

د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ د یوې مرستندیه موسسې په همکارۍ ۷۸۰ کسان په بېلابېلو برخو کې له شپږ میاشتنیو مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول.

نوي فارع شوي ځوانان له دې چارې خوښ دي او په خبره يې، مخکې بې روزګاره وو او اوس يې چې حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړې، د کار کولو زمینه هم ورته برابره شوه.

له حرفوي زده‌کړو فارع شوی یو تن وايي: « موږ د غالۍ اوبدلو زده کړه ترلاسه کړې، په دې برخه کې مو کار ښه زده کړی، په خپل کار حاکم یو او کولی شو نورو زده کوونکو ته کار ور زده کړو.»

د کار او ټولنیزو چارو ریاست مشر فرید الله حقاني وايي، د همکارو موسسې په مرسته يي ګڼ فرصتونه رامنځ ته کړي.

 د حقاني په خبره، نږدې ۱۷۰۰ کسانو ته د وړو کاروبارونو زمینه سازي کړې او هڅه کوي، چې په راتلوونکې کې له ځېنو همکارو بنسټونو سره په همغږۍ سلګونه تنو علمي، مسلکي او باتجربه ځوانانو ته د کار کولو فرصتونه رامنځته کړي.

حقاني زیاتوي : « دغه ۴۸۰ کسانو، چې په بېلو بېلو حرفو، چې ټولې ۷ حرفې دي، په دې کې خیاطي، برق جوړونه، غالۍ اوبدل، د سولر ترمیم، بکسې جوړول او داسې نور شامل دي، زده کړې کړي او ټول ځوانانو ته یې د زده کړو زمینه برابره شوې.»

د مرستندویه موسسې مسوولین وايي، تر دې مهال يي سلګونه ښځو او نارینه وو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړې او دا لړۍ به روانه وساتي.

د ایچ.ار.ډي موسسې مسوول ذبیح الله شېرزاد وايي: « په دغه پرګرام کې ۴۸۰ تنه ځوانانو ته ۶ میاشتې هره میاشت ۸ قلمه خوراکي توکي ورکول کېدل او ترڅنګ یې د پرګرام په پای کې کوم کېټونه چې دوی ورته اړتیا لري، هغه ورته په پام کې نیول شوې دي او ورته به ورکړل شي.»

د ننګرهار کار او ټولینزو چارو رياست مسوولین وايي، له تېرو دوه کلونو را پدېخوا يي نږدې پنځه زره تنو ته په بېلابېلو برخو کې زده‌کړي ورکړي، چې ډېری هغه يې اوس مهال پر دندو او کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist