د خوړو نړیوال پروګرام په تېرو شپږو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره په لویه کچه د بودیجې له کمښت سره مخامخ شوی دی.
دې پروګرام په یوه راپور کې خبر ورکړی، چې د بودیجې کمښت به د دوی هغو پلانونو پر وړاندې خنډ شي، چې میلیونونه بې وزلو افغانانو لپاره يې لري.
راپور کې ویل شوي، د بودیجې کمښت له امله به سږکال ۱۰ میلیونه افغانان د دوی بشري مرستې ترلاسه نه کړي او ترڅنګ به يې کارکوونکي هم د افغانستان نیمايي ولسواليو ته سفر ونه کړي.
د راپور یوه برخه:« د بودیجې کمښت له امله به سږکال ۱۰میلیونه افغانان زموږ بشري مرستې ترلاسه نه کړي. د دې ترڅنګ د افغانستان نیمايي ولسواليو ته به موږ نوره مرسته ونه شو رسولی.»
له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل نشتوالی د مرستو د کمېدو لامل بولي او زیاتوي، چې د مرستو له کمېدو سره به په هېواد کې د فقر کچه لوړه او اقتصادي وضیعت به نور هم خراب شي.
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « له دې سره به د غربت کچه ورځ تر بلې زیاتېږي، د خلکو پر ژوند به مستقیمې اغېزې ولري، د افغانستان مالي نظام کمزوری کېږي، ځکه د ډالرو کم راتګ خپله د پیسو پر ثبات، د قیمتونو پر لوړوالي او ترڅنګ یې په نړیواله سوداګرۍ کې د افغانستان پر ونډه، په دې ټولو به خپله اغېزه ولري؛ نو د حاکم نظام لپاره اړینه ده چې په دغه برخه کې تر ډېره بریده د نړیوالو پر غوښتنو بیا کتنه وکړي.»
بل خوا له حکومت هم غوښتنې دي، چې سرپرست حکومت دې د بشري وضعیت مهار لپاره طبیعي زیرمو ترڅنګ کرنې او نورو برخو کې خصوصي سکتور سره همکاري زیاته کړي، څو کاري فرصتونه پیدا شي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي:« دا ډېره مهمه ده چې موږ له نړیوالو سره خپلې سیاسي ستونزې حل کړو، ترڅو نړیوال مشروعیت پيدا کړو. په دې توګه به نړۍ له موږ سره بشردوستانه مرستې هم وکړې او اقتصادي مرستې هم، د دې ترڅنګ حکومت باید هڅې وکړي چې په خپلو ستراتیژیکو برنامو وکولی شي پروژې په کار واچوي، د پانګې جذبولو زمینه برابره کړي، همداراز خصوصي سکتور دې هم د افغانستان ملاتړ وکړي تر څو په هېواد دننه کې زیاته پانګونه ترسره شي.»
د خوړو نړېوال پروګرام داسې مهال د خپلو مرستو له لیست څخه میلیونونه افغانان لرې کوي، چې د نړیوالو سازمانونو د موندنو له مخې، څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د نړۍ لسو اړمنو هېوادونو په لیست کې راځي.
نیېوالو مرستندویه سازمانونو له میلیونونه افغانانو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالرو غوښتنه کړې، چې ډېره برخه یې نه ده ترلاسه شوې.
سرپرست حکومت که څه هم د اقتصادې پرمختګ یادونه کوي او وايي، فرصتونه یې پيدا کړي، خو له نړیوالو یې بار بار غوښتنه کړې چې بشري مرستې دې نه سیاسي کوي او وضعیت ته په کتو باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.