Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حاجیانو ته د اضافه پاتې شویو پیسو ورکړې لړۍ پيل شوه

حاجیانو ته د اضافه پاتې شویو پیسو ورکړې لړۍ پيل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/13

د ارشاد حج او اوقافو وزارت افغان حاجیانو ته د هغو پيسو د بېرته ورکړې بهیر پیل کړ، چې سږکال د حج ادا کولو په مراسمو کې له لګښتونو سپما شوي.

د یاد وزارت وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وايي، له هر کس يې د حج ادا کولو لپاره ۳۸۲۸ ډالر اخېستي وو، چې له درکه يې ټول‌ټال څه باندې ۱۱۵ میلیون ډالر راټول وو.

د ثاقب په خبره، له افغان حاجيانو ترلاسه شویو پيسو ۱۱۲ ميليون ډالر لګول شوي او ۳ ميليون هغه سپما پاتې دي، چې بېرته يې حاجيانو د وېش لړۍ پيل شوه.

ثاقب زیاتوي: « له حاجیانو څخه ټولې ۱۱۵ میلیونه ۱۷۳ زره ۵۴۹ ډالر او ۲۸ سنټه اصول شوې وو، د حج د لګښتونو د جدول له دقیقې محاسبې وروسته ټول ۱۱۲ میلیونه ۲ زره ۸۵۸ ډالر او ۲۹ سنټه مصرف شوې دي.»

ثاقب وايي، سپما شویو پيسو ته شوې محاسبه ښيي، چې له لګښت وروسته د هر یوه کس سل ډالر اضافه کېږي او د يوې منظمې پروسې له مخې به بېرته ورته ورکړل شي.  

ثاقب زیاتوي: « له ټولو حاجیانو د راټولو شویو پیسو څخه د ۳ میلیونه ۱۷۰ زره ۶۹۰ ډالر او ۹۹ سنټه پاتې شوې، چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت له دقیقې محاسبې وروسته د في نفر حاجي ته ۱۰۸.۰۴ رسېږي او دا به بېرته ورکړل شي.»

افغان حاجیان چې سږ کال يې په یادو مراسمو کې ګډون کړی و وايي، د نورو هېوادونو د وګړو په پرتله ورته امکانات زیات برابر وو او لګښت یې کم شوی.

حاجي عرفان الله وايي: « ما شاء الله شفافیت ډېر ښه وه او هلته خدمات هم ښه وو او شفافیت خو وزیر صېب هم وویل او ټوله پروسه یې بیان کړه؛ د ګاونډیو هېوادونو په پرتله افغانانو لپاره پیسې ډېرې کمې وې، نورو ته تر ۴ زره یا ۴ نیم زرو کمې نه وې او زموږ یعنې افغانانو لپاره ۳ زره ۷۰۰ ډالر مصرف راغلی دی.»

د مسولینو د مالوماتو له مخې، سږ کال له افغانستانه د حج په مراسمو کې ۳۰ زره حاجیانو ګډون درلود، چې پروسه يې یوه میاشت وړاندې په بریالۍ توګه پای ته ورسېده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist