Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مکېنزي: له افغانستانه د امریکا وتلو پرېکړې له امله پېښمانه یم

مکېنزي: له افغانستانه د امریکا وتلو پرېکړې له امله پېښمانه یم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/12

په افغانستان کې په بشپړه توګه د امریکا پوځي حضور پای ته رسول او په  تړاو يې د ولسمشر جو بایډن پرېکړې امریکايي چارواکي او عام ولس په دوو برخو ویشلي.

یو شمېرهغه پخواني پوځي چارواکي، چې هغه مهال یې په دې پرېکړه کې د جوبايډن ملتیا کوله او په یو ډول يې د تصمیم نیوونکي رول درلود، هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ناسمه پرېکړه ګڼي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ی پخوانی عمومي قوماندان جنرال فرانک مکېنزي، چې له دې دمخه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه پرځای بلله؛ خو تازه یې له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې په دې اړه پښېماني ښودلې او اعتراف يې کړی، چې دغه پرېکړه له تاریخي اړخه ښايي یوه وژونکې نیمګړتیا او تېروتنه وګڼل شي.

مکېنزي زیاته کړې:«  زه باور لرم چې تاریخ به له افغانستانه زموږ د وتلو د پرېکړې څرنګوالی او د وتلو هغه ډول چې موږ ترسره کړه، یوه وژونکې نیمګړتیا وګڼي. زه شخصا له افغانستانه پر وتلو ډېر پښېمان یم. زه د دې پرېکړې پر اجرا کېدو پېښمانه یم او زه په دې اند یم چې دا یوه غلطه پرېکړه وه.»

د امریکا دغه جګپوړي پخواني قوماندان له دې مخکې هم د ۲۰۲۲ ز کال په مارچ میاشت کې له افغانستانه وتل د خپل ژوند تر ټولو لویه تېروتنه بللې وه.

خو بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له سي.اېن.اېن ټلویزیون سره تازه مرکه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ننګه کړې.

بلېنکن ویلي، ولسمشر جوبایډن له دې پرېکړې سره د امریکا ترټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی ايښی دی.

بلېنکن زیاته کړې:« د امریکا ولسمشر له افغانستانه د وتلو او په تاریخي لحاظ د امریکا د ۲۰ کلنې اوږدې جګړې پای ته رسولو په تړاو ډېره ستونزمنه؛ خو په ورته مهال ډېره اړینه پرېکړه وکړه. موږ په دې باور یو او ډېر یقیني یو، هغه څه چې د امریکا ولسمشر ترسره کړل پایله به یې دا وي چې له دې وروسته به د امریکا یو بل ځوان نسل دې ته اړ نه شي چې افغانستان کې جګړه وکړي او هلته مړه شي. نو په دې لحاظ موږ سم کار  کړی دی.»

عام امریکایان او په تېره بیا د هغو د ۱۳ سرتېرو کورنۍ چې د تخلیې عملياتو په وروستیو ورځو کې د کابل د هوايي ډګر د ځانمرګي برید په پېښه کې وژل شوي، د امریکا حکومت او په راس کې ولسمشر جو بایډن د خپلو د کورنیو غړو او په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې، د زرګونه نورو امریکايي سرتېرو قربانیو ته په بې اعتنایۍ تورنوي.

خو شنونکي بیا په بېړه د امریکا وتل په پوځي ډګر کې د دې هېواد د ماتې پایله ګڼي. د دوی په باور امریکا د جګړې غځولو توان بایللی و او له هرې ممکنه لارې د وتلو په لټه کې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سنا جرګې بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال له بي.بي.سي سره په مرکه ویلي، چې د سپینې ماڼۍ، ملي امنیت شورا، او د بهرنیو چارو یو شمېر مخکیني او برحاله ویاندویان دې کمېټې رابللي تر څو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړې په تړاو دوی ته جزئیات وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist