Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کارپوهان: د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو له امله د افغانانو ژوند سخت شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/11

وروسته له هغې چې د نړۍ دوه کلونو فشارونو او بندیزونو پایله ورنه کړه اوس د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو دریځ نرم شوی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، نړۍ غواړي چې د تعامل له لارې له افغان حکومت سره مخته لاړه شي او ښايي له کابل سره رسمي اړیکې هم ټینګې کړي.

دوی وايي، په تیرو دوه کلونو کې لګېدلو بندیزونو او فشارونو یوازې عام افغانان ځپلي دي او اقتصادي ژوند یې ورته سخت کړی دی.

د دوی په باور، که د افغانستان نظام یوځل بیا په نړیوالو سټیجونو کې په رسمي بڼه مطرح او ومنل شي ورسره به د افغانستان اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزې حل او ژوند به یې هوسا شي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« سره له دې چې دا دوه کاله ډېری هېوادونه له اسلامي امارت سره ډيپلوماتیکي اړیکې لري، په بېلا بېلو برخو کې دوی له افغانستان سره تعامل لري، مرستې کوي؛ خو له دې سره‌ سره بیا هم تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی او دا چې افغانستان په رسمیت نه پېژندل کېږي نو د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې بدترېږي، بې کاري او ناامني زیاتېږي؛ نو زموږ هېله دا ده چې هغه بهانې چې بهرنیانو نیولې دي هغه د ښځو او نجونو د کار او زده کړو او د ټولشموله حکومت مسله ده، اسلامي امارت دې په دې برخو کې پاملرنه وکړي، ترڅو دغه بهانې له منځه ولاړه شي.»

ځینې نور بیا وايي، د نړۍ بندیزونو د چارواکو پر ژوند او چارو هېڅ دول اغیز نه دی کړی، خو مسوولیت لري چې د افغانانو ژوند هوساینې لپاره له نړۍ سره تعامل ونه کړي او مشروع غوښتنې یې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي: « دا چې تقریبا دوه کاله کېږي اسلامي امارت حاکم شوی  دی خو هېڅ چا پر رسمیت نه دی پېژندلی، د دې زیان نړیوالو ته نه رسېږي بلکې افغانانو ته رسېږي، افغانان منزوي دي، افغانان له اقتصادي لحاظه په بد حالت کې دي او افغانان دي چې دغه حالت یې زهېروي او کړوي یې؛ نو دا پر موږ واجبه ده، پر افغان ولس او حکومت باندې واجبه ده چې د نړیوالې ټولنې هغه مشروع غوښتنې چې هغه د بشر حقونو ته احترام دی، د ښځو حقونو ته درناوی دی او ټولشموله حکومت جوړول دي، په دې لار کې مثبت ګامونه واخلي.»

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود بیا له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې هم دې افغان حکومت او هم نړیوالو ټولنه انعطاف وښي او د رسمي تعامل لپاره دې د مذاکراتو لار غوره کړي .

هغه زیاتوي: « د افغانستان ملي ګټو او شرایطو ته په کتو سره، د افغانانو له خوا هم باید یو څه نرمښت ښکاره شي او په ورته وخت کې نړیواله ټولنه هم باید له نرمښته کار واخلي او د یوه مثبت تعامل له لارې باید دا اړیکه له نړۍ سره جوړه شي.»

سره له دې چې په کابل کې ګڼ شمیر د سیمې او ګاونډي هېوادونه او نړیوال سازمانونه فعال دي او ډ‌یپلوماتان یې له چارواکو سره لیده کاته لري خو بیا هم هېڅ هېواد نه دی حاضر شوی چې اسلامي امارت پر رسمیت وپيژني. کابل بیا وايي، د رسمیت پيژندنې ټول معیارونه یې پوره کړي او نړیوال باید په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist