Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مت امفتامین ( شيشې) توليد زیات شوی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مت امفتامین ( شيشې) توليد زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/11

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د مت امفتامینو يا شيشې د ناقانونه تولید د کچې د لوړوالي خبر ورکړی دی.

یادې ادارې په خپل  راپور کې، چې د روان ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې خپور شوی، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راوستی چې په کې د مت امفتامینو یا شيشې د تولید ګراف په چټکۍ سره مخ په لوړېدو ښودل شوی.

راپور دغه راز کاږي، چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د مت امفتامینو تولید نسبت ۲۰۱۹ز کال ته څو برابره زیات شوی دی.

د راپور یوه برخه:« په ۲۰۲۱ ز کال کې په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د متامفتامینو(شیشې) د ضبط کچه له ۲.۵ ټن څخه ۲۹.۷ ټنو ته لوړه شوې. دننه په افغانستان کې د دې توکي تولید کچه په ۲۰۲۱ز کال کې په کلني ډول ۲۷۰۰ کېلو ګرامو ته پورته شوې په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۱۹ز کال کې یوازې ۱۰۰ کېلو ګرامه وه.»

په راپور کې دغه راز ویل شوې چې په افغانستان کې تولید شوي مت امفټامین په اروپا، منځني ختیځ، ختیځه او سویلي اسیا او افریقا کې نیول شوي، چې دا په افغانستان کې د ياد توکي د لوړ تولید ښکارندویي کوي.

خو اسلامي امارت بیا په هېواد کې د نشه يي توکو د کاروونکو، تولید او هر راز کاروبار پر وړاندې د سختې مبارزې خبره کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو او د نشه يي توکو پر تولید، استعمال، قاچاق او کاروبار له بنديز وروسته په هېواد کې د نشه توکو کرکېله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې.

حنفي زیاتوي: « د اسلامي امارت منطقي او پر ځای پریکړې، د نشه يي توکو کرکېله، کارونه، سوداګري، قاچاق دا ټول په افغانستان کې د قانون له مخې منع کول دي، نور هېڅوک دا حق نه لري چې د افغانستان پر یوه بسوه ځمکه کې د نشه يي توکو کښت وکړي.»

څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو ځينو نورو ادارو بيا د سرپرست حکومت له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د نشه یې توکو پر وړاندې شوې مبارزه او هوډ ستایلی وه .

یادو بنسټونو دغه خبره د سټلایت له لارې د اخېستل شویو انځورونو له ارزولو وروسته کړې وه.

 د سیاسي چارو شنونکي هم د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستايي او په دې برخه کې د ملګرو اړوند ادارو ورته راپورونه بې بنسټه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دا به له انصافه لرې وي چې مثبتې کړنې یادې نه شي. د اسلامي امارت په مثبتو کړنو کې یوه کړنه یې د ټولو افغانانو د تائید وړ ده، چې دوی د نشه توکو  او په ځانګړې توګه د تریاکو او چرسو د کښت پر وړاندې ډېره جدي مبارزه کړې ده او د دې کښت یې صفر ته رسولی دی.»

مت امفټامین چې د نشه یي توکو په تور بازار کې د روږدو او د نشه یي توکو د کاروباریانو تر منځ د شیشې په نوم پېژندل کیږي، د څو کیمیاوي توکو له یو ځای کېدو لاسته راځي، چې له کارولو وروسته یې د روږدي کس د اعصابو مرکزي برخه تر اوږدې مودې تر خپل اثر لاندې راولي، چې ورسره کاروونکی له پراخې او پیاوړې نشې سره مخ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist