Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګریفیتس: ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون ۱۴ بې وزله هېوادونو ته ۱۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

ګریفیتس: ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون ۱۴ بې وزله هېوادونو ته ۱۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/07

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس ویلي، یاد سازمان له خپلې بېړنۍ بودیجې د افغانستان په ګډون ۱۴هېوادونو کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي.

ګریفیتس په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، په داسې حال کې چې د دغه سازمان ډېری مرستندویه ادارې د بودیجې له کمښت سره مخ دي، دوی دغه پیسې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ځانګړې کړي.

ګریفیتس ویلي، له يادو پيسو يې ۲۰ میلیونه ډالر د افغانستان او ۲۰ میلیون نور د یمن لپاره ځانګړې کړي دي.

هغه زیاته کړې:« په داسې حال کې، چې خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، زموږ ټولې ادارې د بودیجې له کمښت سره مخ دي. موږ په ۱۴ هېوادونو کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره له خپلې بېړنۍ بودیجې څخه ۱۲۵ میلیونه ډالره ځانګړې کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په اوسني وضعیت کې د هېواد د اړمنو خلکو ژغورنې په هدف دغه مرستې مهمې بولي او ټېنګار کوي چې د مرستو وېش ته باید جدي پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی سيد مسعود وايي:« زما په نظر دا ښه خبر دی، چې د ملګرو ملتونو سازمان له نورو هېوادونو د مرستو ترلاسه کولو پرته خپله کولی شي له هېوادونو سره مرسته وکړي. په کمک کېدونکو هېوادونو کې موږ هم شامل یو، که څه هم دا ځورونکې خبره ده، چې موږ تل د هغو هېوادونو په ډله کې یو چې باید مرسته را سره وشي؛ خو بیا هم د افغانستان د خلکو ژغورنې او مرستو لپاره ښه خبره ده او مهمه دا ده، چې دا مرستې دوی ته ورسېږي. د دې لپاره باید د وېش بڼه بدله کړو، ځکه تر ډېره ستونزې په مرستو کې نه وي، بلکې د وېش بڼه ستونزه لري، له کومو کړنلارو چې کار اخېستل کېږي ټولې زړې کړنلارې دي.»

له بلې خوا یو شمېر نور کارپوهان بیا وايي،د کاري فرصتونو نشتوالی، بې وزلي او د کورنیو کمزوری اقتصاد هغه عوامل دي چې د بشري ناورین کچه یې لوړه کړې.

 د اقتصادي چارو شنونکی حمدالله همدرد وايي: « د نړیوالو سازمانونو توجو ته ډېره اړتیا ده، چې باید افغانستان کې ورته پاملرنه وکړي او له افغانانو سره مرسته وکړي. د دې ترڅنګ اوسنۍ سرپرستې ادارې ته هم په کار ده، چې د افغانانو دغه بشري ناورین ته پاملرنه او رسېدنه وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري وايي:« له نېکمرغه په افغانستان کې ناورین تر هغې کچې ژور نه دی څومره یې چې د ملګرو ملتونو د سازمان دفترونه څرګندوي؛ خو په ټوله کې نه شو کولی چې له اقتصادي ناورین، بېکارۍ، فقر او د ښه ژوند نشتوالی او غوره ده کموالی ورته ووایو.؟

ملګري ملتونه په داسې حال کې له افغانانو سره د ۲۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان کوي، ​​چې د خوړو نړیوال پروګرام تازه د بودیجې کمښت له امله له میلیونونه اړمنو افغانان سره د مرستو بندولو خبرو ورکړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist