د ماشومانو ساتنې نړیوال سازمان (سېف دې چلډرین) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نړیواله ټولنه په اوسني وخت کې باید افغانستان ته شا نه کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان د وچکالۍ پرله پسې درېیم کال تجربه کوي چې ورسره د خوراکي موادو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه ماشومان د وچکالۍ د قربانیانو په سر کې دي.
سېف دې چلډرین ویلي، د هغې سروې له مخې چې دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې، ۷۶ سلنه ماشومانو ویلي، چې د تېر کال پرتله یې خوراکي مواد کم شوي دي.
دغه سازمان ویلي، نړیواله ټولنه باید په بروکسل کې د افغانستان په اړه د راتلونکې اوونۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري وضعیت په ښه کېدو کې عملي ژمنې وکړي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمېر نورو خیریه ټولنو ویلي وو، چې له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او د اړمنو کسانو د پوښښ ساحه محدوده شوې.