Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې

د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/05

د ازموینې ملي  ادارې د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور ازموینو پایلې د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د وږي پر ۱۳ مه) اعلان کړې.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینو پایلې اعلان مراسمو کې وویل، سږکال د کانکو په ازموينه کې شاوخوا ۸۹ زره تنو ګډون کړی وو چې له ډلې څه باندې ۸۲ زره بريالې شوي دي.

حقاني ویلي، سږ کال د کانکور په ازموينه کې د ګډون کوونکو کسانو له ډلې ۸۲ زره۶۳۰ تنه دولتي پوهنتونونو، نيمه لوړو زد‌ه‌کړو او خصوصي پوهنتونونو ته بريالي شوي دي.

حقاني زیاته کړې: « موږ چې اوس کومه پایله اعلانوو دا تقریباً د پنځو برنامو پایله ده، عمومي کانکور، دیني مدارس، څوارلسم پاسان، د سویې تثبیت، عالیه او خامسه، په دې کې موږ سره په مجموع کې ټول ګډونوال ۸۸ زره ۷۴۲ کسان دي او بریالي شوي کسان ۸۲ زره ۶۳۰ کسان دي، د تېر کال په پرتله الحمدالله د بریالیو کسانو شمېر زیات دی.»

حقاني وايي، په برياليو کسانو کې ۴۴ زره ۳۳۶ تنه يې دولتي پوهنتونونو ته جذب او پاتې نور يې نيمه لوړو زده کړو او خصوصي پوهنتونو ته بريالي شوي.

هغه زیاتوي: « په تېر کال کې ۴۰ زره ۸۳۹ کسان امارتي لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي وو او سږکال ۴۴زره ۳۳۶ کسان بریالي شوي، تېر کال ۲۴۲۳ کسان نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي وو، سږکال ۲۷۵۵ کسان بریالي شوي. تېر کال خصوصي پوهنتونونو ته د جذب شمېر ۱۸ زره ۶۱۹ وو او سږکال ۳۱زره ۴۲۰ کسانو جذب لرو.»

د کانکور پايلو د اعلان پرمهال د رياست الورزا اداري مرستيال  عبدالسلام حنفي وويل، اوس مهال په هېواد کې د زده کړو غوره فرصتونه برابر دي او له ټولو بريالو کسانو يې وغوښتل، چې له هېواد د وتلو تکل دې نه کوي او په کور دننه دې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

هغه زیاته کړه:« ځوانانو ته دا توصیه لرو او غوښتنه ترې کوو چې د مخالفینو له لوري دوکه نه شي، د ورنکارو او قاچاقبرو خبره ونه مني، په هېواد کې دننه ان شاءالله د زده کړو زمینه برابره ده، په ټولو پوهنتونونو کې شرایط برابر دي او همدلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.»

د کانکور ازمونیو د پایلو اعلان له مخې، د فراه ولايت اوسېدونکی محمود د۳۵۹.۱۶  نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړى او د کابل طبي پوهنتون د طب پوهنځي ته یې لاره موندلې ده.

د کابل اوسېدونکی عباس د ۳۵۷.۴۷ نمرو په ترلاسه کولو دویم ځای او د کابل اوسېدونکی عبدالباسط د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای نیولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist