د کورنیو چارو وزارت په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري په ترسره شوو عملیاتو کې د هغو بهرنيو وګړو د نيول کيدو خبر ورکوي، چې له داعش ډلې سره اړيکه لري.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع له شمشاد سره په خبرو کې ویلي، د ياد و کسانو شمېر له ۲۵ تنو زيات دی او په خبره یې دې کسانو غوښتل د ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره ځانګړي اهداف پر نښه کړي.
قانع زیاتوي:« موږ په تېرو دوو کلونو کې ۲۵ تنه چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه وکړي، د هېواد امنیت زیانمن کړي نیولي دي. الحمدالله تر پېښې وړاندې یې مخنیوي شوی دی. تاسې پوهېږئ چې کشفي او اطلاعاتي ځواکونه له امنیتي ځواکونو سره یو ځای ډېر ښه فعالیتونه لري او تر اوسه ۲۵ تنه نیول شوي. دا کسان د بېلا بېلو هېوادونو، لکه: ازبکستان، تاجګستان، پاکستان او ځېني نورو هېوادونو وو.»
قانع که څه هم د کوم هېواد نوم وانخېست خو وايي، ځينې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د امنيت ګډوډولو په هڅه کې دي.
کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په افغانستان کې بې ثباتي د ټولو هېوادونو پر زيان بولي او زياتوي،چې هېڅکله به دې کار ته اجازه ورنه کړي.
هغه زیاته کړه:« دا لا مشخصه نه ده، په عموم کې دي، اکثریت یې طبعاً چې داعش دي او د دوی کنټرول هم تاسې ته معلومه ده. دلته په افغانستان کې نشته، د دوی کنټرول له بهره کېږي، له هماغه ځایه مدیریت کېږي، له هغه ځایه دوی ته بودیجه تصویب کېږي؛ نو اوس الحمدالله اسلامي نظام راغلی دی، ټول اسلامي اصول مراعت دي، اسلامي او خپلواک هېواد دی اوس هېڅ ستونزه نشته ده.»
خو د پوځي چارو کارپوهان بیا د سيمې هېوادونو له لوري له افغانستان سره د ترهګرۍ په ځپلو کې پر همکاريو ټينګار کوي.
د دوی په باور، باثباته افغانستان د سيمې او ګاونډيو هېوادونو امنيت تضمينوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه او واحد دريځ اړين دی.
د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« پاکستان هغه هېواد دی، چې د دوی استخبارات د افغانستان په بدبختیو کې خپل اقتصادي پانګې ګوري او د ډیورڼد کرښې په سرحد د بدلولو لپاره یې هر ادرس ته مراجعه کړې ده، زموږ د ځپلو لپاره یې په مختلفو نومونو جنګونه په دا نیمه پېړۍ کې پلان کړي دي، ان د قدرتونو راوستل او دلته یې جنګول د پاکستان د استخباراتو له پلان سره سم شوي دي.»
د پوځي چارو کارپوه محمد متین محمد خېل بیا وايي: « په ټوله کې افغانستان نه د دې سابقه لري او نه په افغانستان کې تمویل شوي، نه به وشي.»
د افغانستان حکومت تل ډاډ ورکړی دی چې خاوره به يې په هېڅ صورت د نورو هېوادونو پر وړاندې ونه کارول شي او له هېوادونو يې هم د ورته کار تمه ښودلې.
د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي بهرني وګړي تر ډېره د هغو هېوادونو اتباع دي، چې په مکرره توګه يې په افغانستان کې د ترهګرۍ د موجوديت ادعا کړې او له دې درکه اندېښنې څرګندوي.