Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
او.آی.سي: اسلامي هېوادونه افغانستان کې دایمي ثبات غواړي

او.آی.سي: اسلامي هېوادونه افغانستان کې دایمي ثبات غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/03

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاريو سازمان (او.آی.سي) د علماوو له پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې لېدلي دي.

ارګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې د اسلامي همکاریو سازمان اپلاوي غړو ويلي، اسلامي هېوادونه په افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او د جګړې پلوي نه دي.

 دوي دغه رزا په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه هم ستايلې ده.

د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوی:« اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتې ثبات غواړي او د جګړې پلوي نه ده. په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بې سارې او اغېزناکه ده او پر دغو پرمختګونو باید نړۍ اعتراف وکړي.»

په دې ليدنه کې د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر ويلي، په افغانستان کې جګړه پاې ته رسيدلې او افغانستان د مرکزي حکومت په لرلو د سيمي او نړۍ له هېوادونو سره په مثبت تعامل ولاړې اړيکې غواړي.

عبدالکبیر زیاته کړې:« په افغانستان کې جګړه ختمه شوې. ژبني، قومي او مذهبي نفاق ته ځای نشته او افغان خاوره د قوي اسلامي نظام له لوري اداره کېږي. اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او اوس ‌مهال اسلامي امارت د سالم سیاست له امله افغانستان له یو شمېر دولتونو سره ښې سیاسي او تجارتي اړیکې لري.»

د اسلامي همکاريو سازمان که څه هم په کابل کې د خپل پلاوي د لېدنو جزئیات نه دي رسنيز کړي، خو پر خپله ټویټر پاڼه کې يې ليکلي، چې د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوي ناستې به دوام ولري او پر هغو اندېښنو به بحث او خبري وکړي، چې د بهرنيو چارو وزیرانو د شورا  په پرېکړو کې مطرح شوې وې.

یاد سازمان زیاته کړې:« تمه ده چې د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوی د حکومت له چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو او د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په اړوندو پرېکړو کې د مطرح شویو اندېښنو په اړه کتنو ته دوام ورکړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وايي، افغانستان ته د ياد پلاوي راتګ له ځينو هغو انديښنو سره تړلی، چې د اسلامي همکاريو سازمان غړي هېوادونو يې له سرپرست حکومت څخه د ځوابولو په لټه کې دي.

د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوی تېره پنجشنبه کابل ته راغلی او تر دې مهاله يې د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي او د رياست الوزرا له سياسي مرسيتال مولوي عبدالکبیر سره لېدلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist