د کورنيو چارو وزارت په کابل ښار کې د لګول شويو ٦۲ زره کمرو په اړه د بښنې نړيوال سازمان د استازي خبرو ته په غبرګون کې ویلي، د امنیتي کمرو لګول یوه امنیتي اړتيا ده چې نه يوازې په افغانستان بلکې د نړۍ هېوادونو په هر ښار او پلازمينه کې معمول دي او په کابل ښار کې هم د خلکو په مشوره لګول شوې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع د بښنې نړيوال او نورو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو سره دې د نظر څرګندونه وکړي.
د بښنې نړيوال سازمان په یوه راپور کې، په کابل کې د امنیتي کمرو ځای پر ځای کول په عمومي ځایونو کې د افغانانو د حقونو نقض ګڼلی دی.
دغه سازمان ویلي، د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د خلکو پر وړاندې د سختې تګلارې غوره کول دي.