Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملک سلمان خیريه بنسټ د هېواد ۱۴ ولايتونو د مرستو وېش څلورم پړاو پیل کړ

ملک سلمان خیريه بنسټ د هېواد ۱۴ ولايتونو د مرستو وېش څلورم پړاو پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/02

د ملک سلمان خیریه بنسټ د هېواد ۱۴ ولایتون کې د جمعې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د زمري پر ۱۰ مه) سلګونه کورنيو ته د مرستې وېش څلورم پړاو پیل کړ.

 په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان مشر محمد سعید الغیاش د دې لړۍ د پیل مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، دغه مرستې به د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې په شاوخوا ۱۳۴زرو اړمنو کسانو ووېشل شي.

الغیاش زیاته کړه:«  په درېيمه او څلورمه مرحله کې شاوخوا ۲۲ زره بستې په ۱۴ ولايتونو کې وېشل کيږي چې شاوخوا ۱۳۳۵۰۰ کسان به ترې برخمن شي. دا مرستې به په غزني ، میدان وردګ ، خوست، بامیان ، دايکندي ، پروان ، پنجشیر ، کاپیسا ، بدخشان ، تخار ، بلخ ، کندوز ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې ووېشل شي.»

د دې سازمان مشر محمد سعيد العایش دغه رزا وایي، د ملک سلمان خیريه بنسټ په تیرو۸ مياشتو کې ۲۵زره ۶۵۰ بستې له اړمنو سره مرستې کړي.

هغه زیاتوي:« په افغانستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان وياړ لري چې د خوراکي موادو درېيمه او څلورمه مرحله اعلان کړي. دغه مرستې د همدې کال د جنورۍ په میاشتې په ۱۹ نيټه پیل شوي او تر اوسه پورې يې لومړۍ او دویمه مرحله ترسره شوې. ترې مهاله مو ۲۵ زره ۶۵۰ بستې په ۱۱ ولايتونو کې وېشلي دي.»

د ملک سلمان خیریه بسټ دغه مرستې د افغاني سرمیاشتې  ټولنې له لورې ویشل کيږي.

د افغاناي سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الله خالص وايي، د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې اړمن او له فقر سره مخ کورنۍ یې سروي کړي او هڅه کوي چې يادې مرستې پرې په شفاف ډول وویشي.

مطیع الله خالص دغه رزا  له ټولو نړيوالو بشري مرسته رسوونکو سازمانونو وغوښتل چې په اوسنيو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنيوی وکړي او خپلې مرستې دې نه سياسي کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې
افغانستان

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې
افغانستان

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل
افغانستان

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist