د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د وږي پر ۸ مه) په کابل کې د علماوو او مخورو په ناسته کې د وینا پر مهال وویل، په داخلي پرېکړو کې خپلواک دي او نړیوال دې په یوه او بله بهانه د دوی په چارو کې لاسوهنې نه کوي.
متقي وايي، اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر بدل شي.
هغه زیاتوي:« هېڅوک دې نور په بهانو جوړولو پسې نه ګرځي. هغه بهانې او تورونه چې نن پر دې نظام لګول کېږي، د ثبوت لپاره یې هېڅوک سند نه شي وړاندې کولی. د نظام کمزوري کېدو هڅه چې هرڅوک کوي، دا د هغوی په خپل تاوان ده. د افغانستان کمزوري کېدل، د افغانستان بي ثباتي دا د ټولې سیمې او نړۍ پر زیان ده.»
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني بیا له خلکو غوښتنه وکړه چې له دوی سره همکاري زیاته کړي.
حقاني زیاته کړه:« په یوه ورځ نه اختر کېږي، اوس موږ او تاسو ساه واخېستله. اوس بېرته ځان برابروو. جنګ او د جهاد کوم کارونه چې وي هغه اسانه وي، خفګان او غمونه ورسره تړلي وي، خو ابادي ډېره غټه حوصله غواړي. لوی تعامل غواړي خو بیا هم دلته الحمدالله زورواکي ختمه شوه.»
قومي مشرانو او د ناستې ګډونوالو چې شمیر يې سلګونو ته رسېده د ۱۲ماده یز پریکړه لیک په خپرولو سره د حکومت ملاتړ سربېره په ځینو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز په ناسته کې غوښتنه وشوه چې د اقتصادي ځان بساینې لپاره باید خلک له کورنيو تولیداتو څخه ګټه واخلي او افغانان د دې تیرو لسیزو جګړو څخه د درس په توګه پر یووالې باندې کار وکړي.