Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امريکا د نجونو زده‌کړو په اړه خپلې اندېښنې له ا.ا سره شريکې کړي

امريکا د نجونو زده‌کړو په اړه خپلې اندېښنې له ا.ا سره شريکې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/30

د افغان نجونو زده‌کړو او ښځو کار په اړه له اسلامي امارت سره د نړۍ دريځ کې ورځ تر بلې سختوالی رامنځته کېږي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پيیر ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې د نجونو زده‌کړو په اړه مخامخ اندېښنې شریکې کړي او په دې اړه يې خپل دريځ ورته روښانه کړی دی،

پيیر ویلي، د افغان نجونو پر زده‌کړو سربېره د سرپرست حکومت له ملاتړ پرته به، له افغانانو سره پر بشري مرستو تمرکز ته دوام ورکوي.

هغې زیاته کړې:« ولسمشر تل د نجونو د زده‌ کړو اهمیت په اړه نه یوازې په امریکا کې بلکې په ټوله نړۍ کې چې وشي کولیی ارامه ژوند وکړي، ښوونځي ته ولاړې شي او زده‌کړه وکړي، نو موږ ډېر روښانه دریځ لرو. له همدې امله موږ طالبانو سره شته اندېښنې، لکه د نجونو  زده کړو په تړاو شریکې کړې دي. موږ دا په بشپړه توګه روښانه کړې. موږ بې له دې چې طالبان قوي کړو له افغانانو سره په ملاتړ او مرسته کولو تمرکز لرو.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تل يې ټينګار کړی چې دوه کلنې حکومتوالۍ پرمهال يې بهرنی سياست بريالی او له هېوادونو سره يې اړيکې مثبتې دي.

 د سایسي چارو تحلیل کوونکي وايي، له سرپرست حکومت سره د اړیکو جوړولو په برخه کې کمزوری تعامل او د جوړ جاړي نه شتون د فشار یوه برخه ده، هغه چې زیانمن به یې عام افغانان وي.

 د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي:« په تېر کې چې د نړیوالو ادارو له لوري د افغانستان له فقیر ولس سره چې کومې مرستې کېدې، هغه مرستې یې هم را ټيټې کړې دي او غواړي چې دغو اقتصادي مرستو له ادرسه ا.ا باندې فشار راوړي او د نجونو او خوېندو لپاره د تحصیل دروازې خلاصې کړي، که چېرې دغه دروازې خلاصې شي د افغانستان نیم نفوس او  په ځانګړې توګه خوېندو ته به د کار او زده کړو زمینه برابره شي. نړیوالې ادارې اقتصادي مرستې هم په سیاسي اهدافو پورې تړلي دي.»

سره له دې چې امريکايي چارواکو په څرګندونو کې له افغانانو سره د مرستو د دوام بحث مطرح شوی، خو د سیاسي چارو شنونکي بیا هم اندېښنه لري چې افغانان د دواړو لوریو پرېکړو له امله اغېزمن شوي او لا پسې اغېزمن کېږي.

دوی وايي، بشري مرستې باید سیاسي نه شي او په دې دريځ او تګلاره ولاړ بنسټونه او هېوادونه باید مرستې دوامداره کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن وايي:« په دې کار ملګري ملتونه بندیز ولګوي او داسې شرط دې وتړي چې که ا.ا دغه کار وکړي؛ نو دوی به بشري مرستو ته ادامه ورکړي، بندول یې ځکه منطقي نه ده چې د دې کار زیان عامو خلک ته رسېږي او هغو اړمنو ته رسېږي چې هم د ا.ا او هم د نړیوالو په پرېکړو کې زیانمن کېږي.»

 د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفار نظامي وايي:« نړیوالې مرستې د یوې قانوني او اصولي غوښتنې لپاره مشروطول مثبت ګام دی؛خو د اسلامي او افغاني اصولو او قوانیو خلاف دی او د دوی دغه دریځ په دې مانا دی چې بشري حقونو ته ژمن نه دي او دا نقض کوي.»

تېر دوه کاله د افغان نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار کولو بنديز په کور دننه او بهر غبرګونونه له ځانه سره لرل او لا هم دوام لري، خو سرپرست حکومت تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ روښانه دريځ نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist