د اسلامي امارت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوشنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۲ کال وږي پر ۶ مه) د ایران پارلمان له پلاوي سره کتلي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د سواګرۍ او پانګونې پر ودې خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ایران څخه د متقابل دروناي په فضا کې ښه ګاونډيتوب او مثبت تعامل غوښتنه کړې او په وینا یې ایران او افغانستان ګډې ګټې لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شي.
یاد ایراني پلاوي تر دې دمه د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره په یوشمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.