د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی له افغانانو او په تېره بیا له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
یاد سفارت وایي، دا مهال د دوی پر ملاتړ شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین د سیمې په پوهنتونو کې پر زده کړو بوخت دي.
سفارت د بشکیک له یوه پوهنتونه د افغان نجونو فراغت یوې غونډې ته اشاره شوې، چې د امریکا د سفارت کارکوونکو هم په کې برخه اخېستې وه.
د امریکا سفارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اوس په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې، خو له اسلامي امارت غوښتنې دي، چې د نجونو پر مخ د تولو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.