Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ندیم: حکومت له نړۍ سره په هغو مسايلو کې تعامل نه کوي چې د شريعت خلاف وي

ندیم: حکومت له نړۍ سره په هغو مسايلو کې تعامل نه کوي چې د شريعت خلاف وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/28

که څه هم له نړۍ سره په تعامل کې د سرپرست حکومت پر چلن ملاحظې شته، خو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په اروزګان ولایت کې پر تحصيلي سيسټم سربېره له نړۍ سره د تعامل پر سياسي موضوع هم غږېدلی دی.

ندیم وايي، حکومت له نړيوالو سره په تعامل کې له واجباتو ور هاخوا له مستحباتو هم نه تېرېږي او زياتوي، چې هېڅ داسې څه به تعاملاتو کې ونه مني، چې شريعت په کې نقض کېږي.

ندیم زیاتوي:« دا فیصله ده چې په الله مې د قسم وي تر مستحب نه تېرېږم، فرض خو هلته پرېږده تر مستحب عمل هم نه تیرېږم. دا فیصله ده چې له کفارو سره به په هغه څه کې تعامل نه کوو چې الله پاک اجازه نه وي راکړې او دا فیصله ده چې د افغانستان د مسلمانانو پر سر به لاس ورتېروم د رحم او شفقت لاس به یې پر سر باندې لرم. هېچاته د ظلم اجازه نه ورکوم که مجاهد دی که قاضي دی، که رئیس دی که والي که وزیر دا حق نه لري، چې د افغانستان په مسلمانانو یوه ذره ظلم وکړي او دا یې هم فیصله ده، چې پر خدای مې د قسم وي که پر یو چا باندې  د ظلم اثبات وشي که په ټول عمر بیا راڅځه امر شي یا مدیر شي.»

ندیم د مشرتابه هغې پریکړې ته هم اشاره کوي، چې پر خلکو د ظلم مخنيوي په برخه کې شوې. نوموړی وايي، د يادې پرېکړې له مخې له وزيرانو نيولي بيا تر ټيټ پوړو پورې، هېڅوک پر خلکو د ظلم او د دوی د حقونو د نقضولو اختيار نه لري.

بلخوا د اروزګان اوسېدونکي د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست په دې ولايت کې د پوهنتون جوړولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، که څه هم اروزګان ته پوهنتون منظور شوی، خو د ځمکې د تشخيص په برخه کې لا ستونزې پر ځای پرتې دي.

د پوهنتون استاد زار محمد ستوری وايي:« د دغو ستونزو له جملې  تاسې په جریان کې یاست چې یوه هم د اروزګان پوهنتون د ځمکې موضوع ده، چې دا ډېره بارزه موضوع ده او ډېر وخت یې ونیو؛ له ۱۳۹۳ کال څخه بیا تر اوسه پورې چې تقریبا نهه کاله کېږي او په دې نهو کلونو کې زموږ ځمکه تر اوسه تثبیت شوې نه ده. دا زموږ لپاره یوه مهمه موضوع ده، چې ځمکه باید ولرو څو تعمیرات جوړ شي او پوهنتون پرمختګ وکړي.»

زده کوونکی سمیع الله وايي:« ځوانان دې وهڅوي چې ادبي ټولنې او نور پرګرامونه جوړ کړي، تر څو ځوانان تشویق شي او زده کړو ته دوام ورکړي. موږ دا غوښتنه لرو، چې موږ ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې لا زیات کار وکړي.»

د پوهنتون استاد سید ولي صدیقي وايي: « د نظام د پاېښت لپاره تر ټولو مهم شرط همدا دی چې خلکو ته خپل حقه حقوق ورکړل شي، خلکو ته  خپل حقوق ورسېږي، په خلکو ظلم ونه شي، هغه وخت ولسونه پر نظامونو راپورته کېږي کله چې د خلکو پر حقونو پښه کېښودل شي، په هغو نظامونو ملت نه راپورته کېږي چې دولتونه ورته خپل حقه حقوق ورکوي، د دوی حفاظت کوي د هغو پر سر یې لاس نیولی وي، هغوی ته د  کار زمینه برابروي، د تعلیم زمینه برابروي.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر داسی مهال اروزګان ته سفر کړی، چې د دې ولايت اوسېدونکي د زده‌کړو په برخه کی لا هم له پراخو ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې
افغانستان

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې
افغانستان

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل
افغانستان

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist