په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون ګاونډي هېوادونه اندېښنه ښيي او تور لګوي چې په افغانستان کې داعش او نورې وسلهوالې ډلې فعالیت لري.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له شمشاد سره خبرو کې ویلي، اوس مهال ټول سرحدونه د پوځ په کنټرول کې دي او ډاډ ښيي چې هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته داخل شي او یا د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.
خوارزمي زیاتوي: « د ا.ا.ا له لوري په وار، وار اعلامیه خپره شوې او ډاډ ورکول شوی، همداشان د افغانستان ملي دفاع وزارت له لوري هم موږ ډاډ ورکړی چې هېڅ چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګته واخلي او یا له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښ شي، هغوی دې هېڅ اندېښنه نه کوي. دا چې کله کله ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ پېښ دی موږ دا ردوو او داسې هېڅ نه دي پېښ شوي او اجازه هم نه ورکوو چې داسې څه دې پېښ شی.»
عنایت الله خوارزمي د سیمه اییزو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه اندېښنې هم رد کړې چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور لري او د پراخیدو په حال کې ده.
هغه زیاتوي « د افغانستان خلک عملاٌ په صحنه کې موجود دي، دوی خو داسې څه نه دي لیدلي، که کومه ډله موجوده وه حتما به یو ځای کې وه؛ نو اوسمهال داسې هېڅ کومه ډله په افغانستان کې نشته. موږ دا ردوو او بیا هم دا په ډاګه کوو چې موږ هېچاته دا اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه واخلي. موږ له هر هېواد سره ښې او ډیپلوماتیکې اړیکې غواړو.»
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، ترهګري نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د نړۍ امنیت او سولې لپاره جدي ګواښ دی او په خبره یې ملګري ملتونه دې د دغې پدیدې پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: « دوی باید توجو وکړي او زموږ د ګاونډيانو، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي او په دې اړه له ټولو هېوادونو سره ګډ کار وکړي، زما په نظر ترورېزم یو ګډ دوښمن دی او ګډه مبارزې ته اړتیا لري.»
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي دغه راز د اردو یونیفورم په اړه وویل، د مشرتابه د هدایت له مخې ځواکونو ته د یونیفورم ویش لړۍ پیل شوې او دغه امر قاطع دی.
خوارزمي دغه راز ډاډ وښود چې پر ډيورنډ فرضي کرښه او نورو هېوادونو سره سرحدي ځواکونه په درنو وسلو او تجهیزاتو سمبال دي او هېچاته به پر خپله خاوره د تیري اجازه ورنه کړي.
دافغانستان ملي دفاع وزارت په هېواد کې د وسلهوالو ډلو او داعش حضور داسې مهال په ردوي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې جنګیالیو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی، هغه څه چې اسلاميمارت دا ادعا بې بنسټه ګڼي او وايي دوه کلونو کې یې یاده ډله ځپلې ده.