د قطر لومړي او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په سنګاپور کې د ستراټیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال ویلي چې له اسلامي امارت سره تعامل نه کول به په افغانستان کې د بې ثباتۍ لامل شي.
ال ثاني ټینګار کړی چې نړیوالې ټولنې باید له پیله اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو لپاره هڅه کړی وی.
هغه زیاته کړې:« طالبانو سره د اړیکو نشتوالی به په افغانستان کې د لا پراخې ګډوډۍ او خلا لامل شي. نړیوالې ټولنې باید له پیله د رغنده خبرو اترو لپاره هڅه کړی وی. موږ ټولې خواوې هڅولي چې په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.»
قطر چې د امریکا نږدې ستراتیژیک ملګری ګڼل کېږي او له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو مستقیم منځګړیتوب کړی، د اسلامي امارت او نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکا سره یې رول لا هم شته دی.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« ګټورې خبرې دي؛ خو دې ته عمل کول په کار دي او عمل نه تراوسه ا.ا ښودلی دی او نه هغو نړیوالو چې ا.ا ته یې خپل شرطونه وړاندې کړي؛ نو نه هغوی دغسې نرمښت ښودلی دی چې بالاخره د ډیپلوماتیکو اصولو په رڼا کې داسې هڅې رامنځته شي، چې د افغانستان خلک هم زیان ونه ګوري او له نړۍ سره سیاسي تعاملاتو ته لار هواره شي.»
د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړی، تر هغې چې د ستراتیژیکو مسالو پر ځای د تاکتیکي مسایلو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې روانې وي، هېڅ پرمختګ به ونه شي او ټینګار یې کړی چې دا به د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت ناوړه اغېزه هم ولري.
د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د تعامل لپاره د دواړو غاړو پر انعطاف ټینګار کېږي، خو شنونکي ټینګار کوي چې اسلامي امارت د قطر په واسطه کولی شي نړیوالو سره تعاملات پیل او پر رسمیت وپېژندل شي.
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي:« قطر کولی شي که چېرې ا.ا یو میکانېزم او سیستم ورته جوړ کړي خبرې ورسره وکړي؛ نو له نړۍ سره تعامل او پر رسمیت پېژندل، مرستې راجلبولو او افغانستان له انزوا د خلاصولو لپاره قطر واقعا یو ښه لابيګر دی، ځکه هلته هم اړیکه لري او دلته هم په اسیا کې هم اړیکه لري. قطر د منځګړتوب یو اعتبار هم په سیمه کې ساتلی دی.»
قطر د امریکا نېږدې سټراتیژیک ملګری او د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ منځګړی هېواد دی. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په وروستیو څرګندونو کې په ډاګه کړې چې د افغانستان د رسمیت پېژندې پر وړاندې امریکا خنډ ده او که دوی ( امریکا) وغواړي ټوله نړۍ دوی سره سیاسي تعاملات پیلولی او پر رسمیت یې پېژندلی شي.