په داسې حال کې چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو بدښت دوام لري، يو شمېر نجونې اړې شوي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو پر ځای حرفوي زدهکړو ته مخه کړي.
د بلخ ولایت مرکز مزار شريف کې دې نجونو چې ځيني معلولې ميرمنې يې په ډله کې دي، موده وړاندې یې ښوونځی لوست، خو تازه يې د یوې بهرنۍ موسسې له خوا د خياطۍ۲۰ ورځنی پروګرام بشپړ کړ او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل.
یوه زده کوونکې انیسه وايي:« اول اقتصاد یو څه ضعیف وو اوس مو ان شاء الله کار زده کړ او خپل کارونه به پرمخ وړو، د خدای شکر کوو او خدای دې پر موږ مهربانه شي، چې کارونه مو ښه وچلېږي»
یوه بله زده کوونکې نظیفه دولت زۍ وايي:« مخکې د بلخ پوهنتون د دویم ټولګي زده کړیاله وم، چې پوهنتونونه وتړل شول؛ نو ومې لیدل چې په کور کې له بې کارۍ څه نه جوړېږي، راغلم په دې موسسه کې شامله شوم او خیاطي مې زده کړه، ترڅو له خپلې کورنۍ سره مرسته او همکاري وکړم. له دولته غواړو چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او همداشان د حرفه يي زده کړو زمینه هم ورته برابره کړي.»
د یاد پروګرام جوړونکې منیره عصمتي وایي، له دې کار یې موخه دا ده چې په حرفوي برخه کې د نجونو او مېرمنو مهارتونه لوړ کړي.
عصمتي زیاتوي:« داسې مېرمنې وې چې یو څه له خیاطۍ سره بلدې وې، زموږ د دغه ۲۰ ورځني پرګرام موخه د ظرفیت لوړول وو. د دوی وړتیا او د کار ظرفیت لوړ شو او اوس کولی شي چې جامې، چپنې… وګنډي، دوی ته مو یو یو ماشین او نور وسایل هم ورکړل.»
په ورته وخت کې د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، له ځينو غیر دولتي موسسو او بنسټونو سره په همغږۍ یې د ښځو په شمول شااوخوا پنځه زره ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار کولو زمینه برابره کړې.
د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار امر عبدالغفور حقاني وايي:« د ا.ا له راتلو وروسته موږ تر ۵ زرو زیات کسان په حرفه يي زده کړو کې شامل کړي، چې له دې جملې تر ۵۰ سلنې زیاتې نجونې او مېرمنې دي. دوی زده کړې وکړې او اوس الحمدالله په کارونو بوختې دي، خپل کار او روزګار کوي. په راتلونکې کې هڅه کوو چې تر دې لا زیاتو خوېندو او ورونو ته حرفه يي زده کړې ورکړو، څو له خپلو کورنیو سره همکاري او مرسته وکړي.»
دا په داسې حال ده چې د سوداګرۍ او صنایع خونې په دې وروستیو کې د سوداګرو او متشبیثو مېرمنو د حضور زیاتوالي خبر ورکوي.
دوی تمه لري، چې حکومت به د يوه منظم ميکانېزم له مخې د سوداګرۍ په شمول په ګڼو برخو کې د ښځو حضور پراخ او پياوړی کړي.