Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/23

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت )یوناما( په خپل راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې يې د عمومي عفوې د نقض ۸۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

د يوناما په راپور کې ويل شوي، دا پېښې دمخکېني حکومت او په ځانګړې توګه د پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو د غړو پر وړاندې ترسره شوي.

په راپو کې ويل شوي، په ثبت شویو پېښو کې شکنجې، غير قضایي وژنې، ربړول، ناوړه چلن، خپلسرې نيونې او ګڼ نور موارد شامل دي.

د یوناما راپور یوه برخه:« واک ته د طالبانو له رسېدو تر ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ مې پورې په افغانستان کې د سرپرست حکومت د واکمنۍ له دورې څخه د غیر قضایي وژنو، خپلسرې نیونو او توقیفونو، شکنجې، ناوړه چلن او د جبري ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې ثبت شوي دي. زموږ موندنې د افغانستان مخکېني حکومت له غړو او امنیتي ځواکونو سره د تړاو لرونکو کسانو پر وړاندې د چلن زړه بوږنونکی انځور وړاندې کوي. مرکه کوونکو د شکنجې او ناوړه چلن بېلګې ورکړي، چې د حاکمو امنیتي ځواکونو د غړو له خوا پر پایپونو او کیبلونو پر وهلو سربېره لفظي ګواښونه او ناوړه چلن په کې شامل دي.»

د يوناما په راپور کې ويل شوي، په لومړيو کې د سرپرست حکومت له لوري عمومي عفوه؛ ښه اقدام بللی شوی وه؛ خو زياته شوې چې په دوامداره توګه یې د نه عملي کېدو په تړاو اندېښنه شته.

د یوناما مشرې روزا اتنبایوا ویلي:« په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱کال اګسټ کې د طالبانو له لخوا د عمومي عفوې اعلان یو ښه ګام وو؛ خو په دوامداره توګه دغه بښنه په بشپړه توګه نه پلي کېږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو د سرغړونو معافیت شتون لري.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما دغه راپور ردوي او وایي، د انتقام اخېستلو ځینې شخصي او نا مالوم موارد د اړوند ارګانونو له لوري په جدي ډول څېړل شوي او شمېر یې محدود دی.

د چارو  یو شمېر کارپوهان له یوناما څخه غوښتنه کوي، چې د دغه ډول راپورونو په خپرولو سره دې سرپرست حکومت ته شواهد وړاندې کړي ترڅو  د ورته پېښو مخنیوي په برخه کې سرپرست حکومت جدي هڅې وکړي.

د راپور په یوه برخه کې د يوناما مشرې له قوله ويل شوي چې اسلامي امارت دې د عمومي عفوې شرایط روښانه کړي؛ څو ډاډ ترلاسه کړي چې عمومي بښنه په ټول افغانستان کې یو شان پلې کېږي او همدارنګه د مخکېني حکومت پوځیان د اسلامي امارت له لوري نه ځورول کېږي.

خو اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی دی  چې په ټول هېواد کې عمومي عفوې ته ژمن پاتې دي او هېڅوک ترې سرغړونه نشي کولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې
افغانستان

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې
افغانستان

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل
افغانستان

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist