Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر کې د افغانستان تړاو نړیواله ناسته جوړیږي

قطر کې د افغانستان تړاو نړیواله ناسته جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/23

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي د افغانستان په تړاو د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت نړیواله  ناسته جوړه شي او د نړۍ هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي.

که څه هم په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویل شي، خو د مالوماتو پر اساس په دغه ناسته کې  د اسلامي امارت استازي ګډون کوي.

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي د دوحې په دې ناسته کې چې د افغانستان په تړاو جوړیږي افغان لوری باید له امریکا سره د افغانستان فضاء اشغال مسله مطرح کړي او نړۍ ته په ډاګه کړي چې واشنګټن لاهم د افغانستان فضاء اشغال کړې.

دوی وايي، د نړۍ مشروع غوښتنو په برخه کې له نړیوالو سره تفاهم ته د رسیدو ترڅنګ د ناستې له ګډونوالو باید وغوښتل شي چې ټول هغه جنګي جنایت کاران چې اوس له افغانستانه وتلي باید  د محاکمې میز ته راکاږل شي.

 د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د قطر په  ناسته کې د ا.ا مشرتابه ګډون؛ باید ملي ارزښتونو ته په ډېره جدي توګه پاملرنه وکړي، ځکه دا ډېره جدي مسله ده. له دغو ملي ارزښتونو یو هم د افغانستان هوايي حریم دی. دوی باید په دغه ناسته کې له امریکا څخه د هوايي حریم ژغورلو هڅې وکړي، ترڅو موږ په دې پوه شو چې اوس خپلواک یو. دویم دا چې دوی باید د نړیوالو مشروع غوښتنو په اړه چې هغه د نجونو د ښوونځيو، پوهنتونونو او د مېرمنو د کار مسله ده یو تفاهم ته سره ورسېږي. درېیم دا چې هغه جنګي جنایتکاران چې په هېواد کې یې بشري جنایت ترسره کړي، په ناسته کې د هغوی د محاکمه کولو غوښتنه وکړي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د دوحې  ناسته به ټولې هغه ستونزې حل کړي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ پرتې دي.

دوی وايي، د دوحې راتلونکې نړیواله ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ  د ګډو اړېکو ټېنګښت ته لاره پیدا کړي.

د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاتي وايي:« نښې نښانې مخکې له دې یې شتون درلود چې بالاخره ځېنې هغه خنډونه چې د .ا.ا او نړۍ ترمنځ شته دا به پای ته ورسېږي او لاره به متقابلو مناسباتو ته هواره کړي؛ نو په دې هکله زما وړاندیز او هیېله دا ده چې د ا.ا پلاوی په بشپړې امادګۍ هلته ګډون وکړي.»

 په ټوله کې هغه نړیوالې ناستې چې اجنډا یې د افغانستان پر موضوعات راڅرخي او  د افغان حکومت استازو ته په کې ونډه ورکړل شي ګټورې یادیږي.

شنونکي وايي، افغان حکومت باید له دغه ډول ناستو بشپړه ګټه واخلي او نړۍ ته په کې قناعت ورکړي .

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« هره ناسته چې د افغانستان په تړاو جوړېږي او افغانانو ته په کې بلنه ورکول کېږي یا هغه د افغانانو په نوښت جوړېږي؛ له ګټې خالي نه ده.»

څو میاشتې وړاندې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتیرېش په نوښت د افغانستان په تړاو په دوحه کې ناسته جوړه شوې وه چې د ګڼو هېوادونو استازو په کې برخه درلوده خو افغان لوري ته په کې د ګډون رسمي بلنه نه وه ورکړل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist