• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د نجونو زده کړو حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

د پکتیا ، خوست او پکتیکا یو شمېر ځوانان له حکومته د نجونو ښوونځيو خلاصون غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/23

د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا له سرپرست حکومت غواړي چې  د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.

د خوست اوسېدونکی دین محمد ځلاند وايي:« ښځه په ټولنه کې ځېنې مکلفیتونه لري چې یو شمېر یې د ټولنې او یو شمېر یې د الله ج په مقابل کې دي، ځېنې د خپلې کورنۍ له اړخه د خپل نفس د تزکیې او تکمیل په برخه کې دي، که چېرې په دغو درېیو برخو باندې بحث وکړو؛ نو د دغو درېیو برخو په اړه  اګاهي پرته د  زده کړې له ترلاسه کولو ناممکنه ده.»

 د پکتیکا اوسېدونکی ساحل محبت وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، هغه نجونې چې بې تعلیمه او بې سرنوشته پاتې دي، هغوی ته دې د ښوونځيو اجازه ورکړل شي څو دوی ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې وکړي.»

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هر څومره ژر چې کېږي خلاص دې شي او د خلاصولو لپاره یې  د ولس غوښتنه هم دا ده، چې اسلامي حجاب او نصاب دې ژر تر ژره ترتیب شي.»

په ورته وخت کې د د یادو ولایتونو یو شمېر نور ځوانان د دې ترڅنګ چې په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د خلاصون غوښتنه کوي، له سرپرست حکومته غواړي چې لوستو ځوانانو او کادرونو ته دې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې لا ډېره پاملرنه وکړي.

د دوی په خبره، حکومت ته په کار ده چې دلته له شته کادرونو په مناسبو ځایونو کې کار واخېستل شي څو بهر ته يې د تګ مخه ونیول شي.

د خوست ولایت اوسېدونکی حمید ژوند وايي:« موږ په خپل هېواد کې د نجونو زده کړو ته ډېره اړتیا لرو، د دې ترڅنګ دې ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې دې هم همکاري وشي، څو له هېواده د ځوانانو د غېر قانوني تګ مخنیوی وشي.»

د پکتیا اوسېدونکی رحمت الله زیارمل وايي:« زموږ غوښتنه له دولته غوښتنه دا ده چې د ځوانانو لپاره په هېواد کې دننه د کار زمینه برابره کړي، څو ځوانان وکولی شي له خلکو او ولسونو سره یو ځای د هېواد  ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.»

د خوست اوسېدونکی ادم ګل ابرار وايي:« دوی( مسلکي کادرونه) هغه څوک دي چې د هېواد لپاره په بېلا بېلو برخو کې کار کولی شي چې مهمې دي؛ نو باید فرصت ورکړل شي او د دوی له زده کړو او مسلکه دې ګټه واخېستل شي.»

له هغې راهیسې چې سرپرست حکومت واک ته رسېدلی دی، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې دي او ځوانان د کار له نشتوالي شکایت کوي خو د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو په هېواد کې دننه د کاري فرصتونو رامنځته کولو ډاډ څرګندوي او د نجونو ښوونځیو پرانېستلو غوښتنو ته ځواب کې یې ویلي، پر یوه تګلاره کار کوي او ژر به د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist