د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا د سه شنبې پر ورځ د« ۱۴۰۲ کال د زمروي پر ۳۱» ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، په تېر يوه کال سلګونه بهرنې سلانيان د افغانستان بېلابېلو سيمو ليدو ته راغلي دي.
د خیرخوا په خبره، دې ګرځندويانو د افغانستان له تاريخي سيمو، طبیعي ښکلاوو او د مهمو او پېژندل شویو شخصيتونو له زيارتونو لېدنه کړې.
هغه زیاته کړه:« په تېر کال کې ۲۷۰۰ کسان او تر هغه مخکې کال کې ۷۰۰ کسان وو، اوس چې دویمې ربعې ته داخل شوي یو په دې کې ۱۵۸۱ کسان دي؛ نو که دا شمېر موږ له تېر سره کال پرتله کړو، تر تېر کال زیات دی.»
خیرخوا دغه راز تېر يو کال د خبريالانو د ژوند خونديتوب کال يادوي او په خبره يې په ۱۴۰۱ کال کې د هيڅ کومې رسنۍ خبريال په امينې پېښه کې ټپې شوی او یا وژل شوی نه دی.
هغه زیاتوي:« الحمدالله موږ په تېر کال کې نه د چا د وژل کېدو او نه د کوم ژونالېست د ټپي کېدو خبر لرو. دا ښه خبره ده، هغه وخت لاړ چې کوم نفرت او کرکه او کوم اختطاف به کېده یا به ټپي کېده او یا به وژل کېده دا هر څه ختم دي؛ خو بیا هم څه نا څه ستونزې به خامخا وي. دلته د یوه ټکې یادونه کوم کله کله یو څوک بندي کېږي نو پر هغه د ژونالېست نوم پروت وي، موږ باید په دې پوه شو چې د هغه بند د یوې حقوقي قضیې له امله وي، کومه بله مسله لکه چا سره دعوه ولري نه د ژورنالسېتۍ له مخې.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولين وايي، د ځوانانو د انجسام او ورته د کار موندنې په موخه يې د يوه ځانګړي ميکانېزم پر جوړولو کار کړی.
د دوی په خبره، تېر کال يې د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې د ځوانانو لپاره تعليمې مرکزونه پرانېستې وو چې لسګونه زدهکوونکو په کې تخنيکي او مسلکي زدهکړې ترلاسه کړي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين محمد يونس راشد: وايي:« په دې وروسته کار شروع کېږي او دا د ځوانانو په برخه کې ډېره غټه طرحه ده او هېله بښوونکې او دېرو ځوانانو ته د هغوی انسجام د استعداد لوړولو، کاري برخه او اقتصاد جوړولو طرحه ده. ان شاءالله دا به هم خلاصه شي او راتلونکې لپاره به هم کار کوو، بیا هم چې کوم کارونه شوې دي هغه دا دي چې موږ تقریبا ۱۴ ولایتونو کې د ځوانانو عملي مرکزونه فعال کړي دي.»
د دې وزارت د مالوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ لمريز کال په لړ کې ۱۵۸۱ بهرنيو او دغه راز ۱۵۰ زره داخلي سېلانيانو د افغانستان له بېلابېلو سیمو لېدنه کړې.
دغه راز د یاد وزارت په خبره، د ۱۴۰۱ کال په جريان کې د ګرځنډويانو او نورو بېلابېلو برخو څه باندې ۲۰۰ میليونه افغانۍ عوايد هم راټول شوي دي.