Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عاصم: د کندهار ښار او ۱۵ ولسوالیو کې د بیارغونې ۳۱ پروژې تر کار لاندې دي

عاصم: د کندهار ښار او ۱۵ ولسوالیو کې د بیارغونې ۳۱ پروژې تر کار لاندې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/22

د کندهار ولایت ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي، د کندهار ښار او ۱۵ ولسواليو کې د بيارغونې د ٣١ پروژو کار روان دى.

د عاصم په خبر، له یادو پروژو  ١٦ يې د ښاروالۍ د ٣٥٣ ميليونه افغانيو په لګښت او ١٥ نورې يې د ۲.٢ ميليونه افغانيو په لګښت د همکارو موسیساتو له لوري تمویل کېږي.

هغه زیاتوي:«  کندهار ښاروالۍ په روان ۱۴۰۲ کال کې  ۳۱ سترې پروژې پیل کړي دي. په دغو ۳۱ سترو پروژو کې ۱۶ پروژې د کندهار ښاروالۍ په مالي لګښت مخې ته روانې دې او ۱۵ پروژې د موسسو په مرسته پرمخ روانې دي.»

په ورته وخت کې سیف الله عاصم وايي، په دغو پروژو کې ۷۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

بل پلو په دغو پروژو کې پر کار بوخت کسان وايي، که څه هم د دوی عاید کم دی، خو د خراب اقتصادي وضعیت له امله په همدې پیسو بسنه کوي.

د پروژې یو تن کارکوونکی وايي:« دوه درې میاشتې مخکې زه بېکاره وم، درې میاشتې کېږي د دې سړک پروژه چې شروع شوې داخل شوی یم او بس دا څه موده کېږي کور ته حلاله روزي پیدا کوم.»

اخوا ښاریان بیا شکایت کوي چې د پروژو کار په ځنډ روان دی او  دوی ته یې زیان پیښ کړی.

دوی وایې، پروژې بايد پر ټاکلي وخت پلې شي، ترڅو د خلکو کاروبار ته زیان ونه رسیږي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« له حکومته مو دا غوښتنه ده چې دا سړک دې ژر جوړ کړي، زموږ کارونه له دې سره خراب دي.»

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دا زموږ هېواد دی. دېر ښه دی چې سړک یې جوړ شي خو دا یوه خبره ده چې درې یا څلور میاشتې کېږي کار یې شروع شي او بیا بېرته نیمايي کې پاتې شي.»

 دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار ښاروالۍ مسوولين يادې پروژې لويې ګڼي او وايي،  د کارونو بشپړېدو ته يې ډېر وخت اړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist