Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج‌الدين حقاني له نړۍ سره د تقابل پر ځای تعامل اړين بولي

سراج‌الدين حقاني له نړۍ سره د تقابل پر ځای تعامل اړين بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/22

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ارزګان ته د سفر په لړ کې له قومې مشرانو او دینې علماوو سره لېده کاته کړي دي.

حقاني د افغانستان او هېوادونو ترمنځ د تعامل پڅ وضعيت ته په کتو، له نړۍ سره د تقابل پر ځای پر رغنده تعامل ټينګار  کړی دی.

حقاني که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی ياد کړی ، خو په خبره یې حکومت له هغو هېوادونو سره هم د سالم تعامل غوښتونکی دی، چې په تېر کې يې پر افغانستان تېری کړی.

هغه زیاتوي:« که اټوم بم ولرې، که ۵۲ ډوله الوتکې ولرې او کروز ولرې خو زما له عقیدې قوي نه دي. خدا (ج) دې عقیده نه را خرابوي. خو دا چې د انسانیت او بشریت شعار ورکوې، په هغې راسره ولاړ شه. »

د ارزګان ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کې ځايي خلکو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي.

ځايي خلک وايي، د ارزګان- کندهار ویجاړ سړک د بیا رغونې سربیره یې له تللي پلاوي غوښتي چې د تعلیم او صحت برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د اروزګان یو تن اوسېدونکی وايي:« اروزګان ولایت کې دا ۲۰ کاله جنګونه ول او دلته کار شوی نه دی. خلکو ډېرې غوښتنې درلودې، په لیکلې بڼه یې غوښتنې ورته راوړي دي. یوه لویه غوښتنه چې موږ درلوده ، هغه د اروزګان او کندهار لویه لاره ده چې دی (حقاني) هم خپله پر دې لاره راغلی دی. »

حقاني چارواکو ته د سپارښتنې په توګه ویلي چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او دغه راز د امکاناتو له محدویت سره سره يې ډاډ ورکړی، چې  د ابادۍ په برخه کې به د ولس غوښتنې پوره شي.

سراج الدین حقاني دا څرګندونې داسې مهال  کوي چې  څو ورځې وړاندې یې د افغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۴ مې کلیزې په نمانځغونډه ویلي ول چې نړۍ دې د فشارونو پر ځای له اسلامي امارت سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist